د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

د افغانستان د ملي اجنډا سیاسي جریان د سولې لپاره د امریکا د هڅو هرکلی وکړ


د افغانستان د ملي اجنډا سیاسي جریان، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د هڅو هرکلی وکړ او یو نېک اقدام یې وباله.

د افغانستان د ملي اجنډا سیاسي جریان که څه هم د هېواد د څو لسیزو پر اوږدې جګړې اندیښنې ښيې، خو د افغانستان د سولې په تړاو، د امریکا د وروستیو هڅو هرکلی کوي.

د دغه جریان مشر احمد ولي مسعود د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوې ناسته کې چې د یاد جریان له خوا، د سولې لپاره د لارو د موندلو په هدف جوړه شوې وه وویل، د سولې هڅې باید هر اړخېزې وي او د افغانستان پایښت په کې خوندي وي.

احمد ولي مسعود
احمد ولي مسعود

نوموړي وویل:

"نن چې امریکا اماده شوې او غواړي چې په افغانستان کې سوله تامین کړي موږ ېې هرکلی کوو، خو په لومړي پړاو کې ښه ده خپل غږ ورسوو چې له سولې نه مو هدف څه دی؟ له سولې نه مو هدف یوازې د جګړې ودرول نه‌دي، بلکې نظر مو دا دی چې خلک ټولنیز عدالت، سیاسي ثبات، ملي وفاق، سوکالۍ او د هېواد ملي پايښت ته ورسېږي.​"

ده ټینګار وکړ چې د سولې په هڅو کې باید د خلکو ونډه له نظره پرې نه وځي، ځکه د ده په خبره په دې پروسه کې اساسي رول لري او په ټولو مسایلو یاید خبر وي.

ده په ورته وخت کې د سولې په تړاو د حکومت په پروګرامونو انتقاد وکړ او وېې ویل، حکومت په دې لاره کې اغېزمنې هڅې نه دي کړي.

د افغانستان د ملي اجنډا د سیاسي جریان مشر دا خبرې په هغه ناسته کې چې د سیاسي ګوندونو یو شمېر مشران او د پخواني حکومت ځینې غړي په کې حاضر وو، وکړې.

په جوړې شوې ناسته کې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملي امنیت د شورا پخواني سلاکار رنګین دادفر سپانتا وویل، طالبان اوس ډېر نفوذ لري او خبرې ورسره کېږي.

رنګین دادفر سپانتا
رنګین دادفر سپانتا

ده د افغانستان د سولې په اړه د مسکو ناستې ته اشاره وکړه او وېې ویل، افغانستان چې د سیمې د هېوادونو په رقابتونو کې ایسار دی، باید له دغو رقابتونو را ووځي او هڅه وشي چې په‌دې اړه یوه ستراتیژي جوړه شي، ځکه د ده په باور دغې لارې افغانستان تر هدفه نه‌دی رسولی.

په پام کې ده چې سبا د جمعې په ورځ د روسیې په نوښت په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه ناسته جوړه شي، خو د افغانستان د بهرنیو وزارت په دغه ناسته کې د افغان حکومت د استازي د نه ګډون خبر ورکړی دی.

بل‌خوا امریکا د افغانستان د سولې لپاره د هڅو په لړ کې زلمی خلیلزاد د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي په توګه ګمارلی چې تر اوسه یې افغانستان، پاکستان او ځینو نورو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

په دغه ناسته کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په هکله هم بحثونه وشول چې ځینو ورته خوشبینې وښوده.

د افغانستان کورنیو چارو پخوانی وزیر او د ثبات او حراست د شورا غړي عمر داوودزي پرته له دې چې د سولې د پروسې په اړه جزئیات ورکړي وویل:

عمر داوودزی
عمر داوودزی

"د سولې د خبرو په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ لږ څه پرمختګ شته او وینو چې طالبان هم د قطر دفتر بدل او کچه یې لوړوي. هیله شته. زه خبر یم چې په‌دې برخه کې پرمختګونه موجود دي."

دی د سولې د خبرو په اړه د خلیلزاد پر هڅو ټینګار کوي وايي، خلیلزاد چې کومې هڅې کوي باید د افغان حکومت او خلکو نظر هم ولري او په دغه کې یې مشورې واخلي.

ده په دې هم ټینګار وکړ چې د تل‌پاتې سولې لپاره باید د حکومت او طالبانو ترمنځ د باور فضا رامنځته او بین الافغاني خبرو اترو ته زمینه برابره شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG