د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون یو شمېر غړي وايي، په کابل ښار کې د وسلهوالو حملو تر څنګ د خلکو تښتونې او په یو شمېر مدني فعالانو او ورزشکارانو حملو خلک اندېښمن کړي دي.
د دغه کمېسیون غړي صالح محمد صالح د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۷» ازادي راډیو سره په خبرو کې اندېښنه وښوده چې پهدې وروستیو کې د کابل ښار امنیت خراب شوی ان تر دې چې خلک د کورنیو په مخ کې د وسلهوالو له لوري په نښه کېږي.
ښاغلي صالح د هدفي وژنو د زیاتېدو ستر لامل په چارو کې د امنیتي او کشفي ارګانونو ناغېړي ګڼي.
دی زیاتوي:
"په کابل او بیا په ټول افغانستان کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی، هدفي وژنې زیاتې شوي، هغه ډول چې لازمه ده امنیتي او کشفي ارګانونو کار نهدی کړی. د هدفي وژنو او ورته پېښو د مخنیوي لپاره باید کشفي ارګانونو ته کافي امکانات په واک کې ورکړل شي."
دا پهداسې حال کې ده چې پهدې وروستیو کې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې په یو شمېر کسانو د نامعلومو وسلهوالو له لوري حملې وشوې.
تر ټولو تازه پېښهیې د روانې اوونۍ د سې شنبې «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۵» په ماښام پر مدني فعال خیرالله شینواري وه چې نوموړی پهکې ټپي شو.
له دې نږدې ۱۵ ورځې وړاندې د ازادو سیالیو لوبغاړی احمد ولي هوتک هم خپل کورته نږدې په یوه حمله کې ټپي شو.
تر یادو پېښو مخکې بیا د کورنیو چارو د وزارت د پخواني جنرال زلمي وردګ او په کابل کې د پکتیکا د ځانګړو ځواکونو د قوماندان عزیزالله کاروان هدفي وژنې هغه څه دي چې د پایتخت په ځانګړي ډول د کابل ښار د امنیت په اړهيې د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي.
په ورته وخت کې د کابل امنیتي چارواکي وايي چې د دا شان حملو د مخنیوي لپاره یو لړ اقدامات شوي دي.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد ازادي راډیو ته وویل:
"پهدې میاشت کې مو د جنایي پېښو په برخه کې له ۲۲۲ تر ۲۲۳ زیات کسان نیولي او د قانون منګولو ته مو سپارلي دي چې پهدې ډله کې انسان تښتوونکي، قاتلین، غله او د ناقانونه وسلو قاچاقبران وو."
ښاغلی مجاهد وايي، د امنیتي ځواکونو په هلو ځلو سره د پخوا په پرتله په کابل ښار کې د جنايي پېښو کچه هم راټیټه شوې ده،
خو د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړي ټینګار کوي چې کشفي او امنیتي ادارې باید له هر ډول پېښو وړاندې د دښمن ناوړه اهداف شنډ کړي.
راپور: فېروزه عزیزي