د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۹ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۴۶

رحیمي: د کورنیو چارو وزارت پخوانی جنرال زلمی وردګ وژل شوی


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تأييدوي چې د نظامي چارو کارپوه او د کورنیو چارو وزارت پخوانی جنرال زلمی وردګ تېره شپه د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وویل چې نوموړی تېره شپه د کابل د دوهمې امنیتي حوزې اړوند د کارته پروان په ساحه کې د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی دی.

ښاغلی رحیمي وايي چې د دغه پېښې په اړه د پولیسو پلټنې پیل شوي او هڅه کېږي چې د پېښې عاملین ونیول شي.

تر دې دمه د دغه پېښې مسولیت لا چا پر غاړه نه دی او د زلمي وردګ کورنۍ هم په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG