د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

په کابل کې د رزمي لوبو پر اتل احمد ولي هوتک برید شوی


د فري فایټ يا رزمي لوبو اتل احمد ولي هوتک باندې د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ د حسین خېلو په کلي کې د ناپيژاندو کسانو له خوا حمله شوې.

د ښاغلي هوتک رسنیز مسوول سمیع الله پام ازادي راډيو ته وویل چې نامعلومو کسانو لومړی د ښاغلي هوتک په موټر ډزې کړي او له هغه وروسته یې نوموړی په چاقانو وهلی او نوموړی یې ټپي کړی دی.

ښاغلي پام زیاته کړه:

"تېره شپه د هېواد دښمنانو د فري فایټ په اتل احمد ولي هوتک لومړی د تفنګچې برید وکړ، کله چې د هوتک صیب موټر چپه شو، نامعلوم کسان راغلل او نوموړی په چاقوګانو وواهه، خو د هغه روغتیا اوس د ډاد وړ دی اوس هغه په روغتون کې دی."

د ښاغلي پام په خبره اوس مهال احمد ولي هوتک په ایمرجنسي روغتون کې دی او روغتیايي وضعیت يې د ډاډ وړ دی.

دی وايي، ښاغلي هوتک له چا سره کومه شخصي دښمني او ستونزه نه لرله او دا کار د وطن دښمنانو دی.

ټاکل شوې وه د رزمي لوبو دغه اتل نن دوشنبه د خپل روسي سیال میکسم سچکین سره د سیالۍ لپاره مسکو ته تللی.

XS
SM
MD
LG