د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۴

دنیا: سټولټنبرګ وايي افغانستان کې ستونزې له پامه نه‎شي غورځولای


د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو تر ډېره کابل ته د ناټو د عمومي منشي د سفر او یو شمېر نورو مسایلو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې د ناټو د عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له قوله لیکلي دي چې په افغانستان کې موجودې ستونزې له پامه نه‎شي غورځولای او دوی له افغان حکومت سره د وضعیت د ښه کېدو لپاره هڅې کوي.

د ناټو منشي تېره ورځ له غرمې وروسته په یو نا اعلان شوي سفر کابل ته راغی او له افغان ولسمشر غني سره‌يې په یو ګډ خبري کنفرانس کې خبرې وکړې.

ورځپاڼې لیکلي دي چې ښاغلي سټولټنبرګ د افغان ځواکونو د تلفاتو د شمېر په زیاتوالي اندېښنه ښودلې او له افغان امنیتي بنسټونو يې غوښتنه کړې چې د سرتېرو د تلفاتو کچه راټيټه کړي.

ورځپاڼې وړاندې د ناټو د عمومي منشي له قوله لیکلي، تر هغې چې په افغانستان کې د وضعیت د بهبود ډاډ يې نه‎وي ترلاسه کړی، دلته به خپل حضور ته دوام ورکړي.

ورځپاڼې همدا شان لیکلي دي چې د ناټو عمومي منشي د افغان سولې له پروسې ملاتړ وکړ او ويې‌ویل چې د سولې په تړاو ټولې هڅې باید د افغانانو په مالکیت ترسره شي.

په مطلب کې وړاندې د افغان ولسمشر له قوله لیکل شوي چې په افغانستان کې د وسله‎والو طالبانو تر څنګ یو شمېر نورې ترورېستي ډلې هم فعالې دي، خو د سولې هڅې هم چټکې روانې دي او دغه هڅې به بالاخره د یوه سیاسي حل لامل شي.

  • هېواد

هېواد ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې کابل ته د ناټو د عمومي منشي سفر ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې په‎دې ګډه خبري غونډه کې له پاکستانه یو وار بیا د ترهګرۍ پر ضد د جګړې غوښتنه وشوه.

سرمقاله لیکونکی لیکي چې د ناټو عمومي منشي پاکستان ته په اشارې سره وویل چې یاد هېواد باید سخت دریځو ته پنا ورنه‎کړي.

په سرمقاله کې وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني له قوله لیکل شوي دي چې پاکستان باید له افغانستان سره د سولې خبرو ته چمتو شي.

سرمقاله کاږي چې ښاغلي غني د پاکستان له لوري د ملابرادر د خوشې کېدو هرکلی کړی، خو ویلي یې دي، دا بسنه نه‎کوي چې یاد هېواد باید د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې عملاً برخه واخلي.

د افغان ولسمشر له لوري یو شمېر دولتي چارواکو ته د عالي دولتي مډالونو د ورکړې په پروسه انتقاد شوی.
  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا د افغان ولسمشر له لوري یو شمېر دولتي چارواکو ته د عالي دولتي مډالونو د ورکړې په پروسه انتقاد کړی او لیکلي یې دي چې دغه ډول عالي دولتي مډالونه عموماً هغه خلکو ته ورکول کېږي چې کم‎ساري او له نوښته ډک کارونه‌يې کړي وي.

په سرمقاله کې راغلي دي چې یاد مډالونه یوازې په‎دې خاطر ورکول کېږي چې په راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو کې د ولسمشر غني پلویان زیات شي.

سرمقاله لیکونکي غوښتنه کړې چې ولسمشر باید هر څه بې‌ارزښته او د سیاسي معاملو ښکار نه‎کړي، بلکې هغه چا ته دا مډالونه ورکړي چې په واقعي ډول‌يې د خلکو خدمت کړی وي.

  • اصلاح

اصلاح ورځپاڼې د پاکستان د عالمانو شورا د مشر مولانا محمد طاهر اشرفي په هغه څرګندونو تبصره کړې چې ویلي دي د مولانا سمیع‌الحق له وژلو وروسته به په افغانستان کې جهاد پای ونه‌مومي، بلکې جګړه به نور زور هم واخلي.

د ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي دي چې د مولانا اشرفي دا څرګندونې له افغانستان سره د دوی دښمني په ډاګه کوي.

د سرمقالې لیکوال لیکي:

په‎داسې حال کې چې د اسلامي نړۍ د عالمانو له لوري افغان جګړه فتنه بلل شوې، خو مولانا اشرفي يې جهاد بولي او په‎دې سره نړیوال ترورېزم په افغانستان کې جګړې ته تشویقوي.

د سرمقالې لیکوال باور لري چې دا د پاکستان د عالمانو شورا د مشر نظر نه‎دی، بلکې دا د افغانستان په اړه د پاکستان دریځ په ډاګه کوي.

د سرمقالې په پای کې د افغانستان له عالمانو شورا غوښتنه شوې چې باید په سختو ټکو د پاکستان د عالمانو د شورا دا څرګندونې وغندي او رد يې کړي او همدا شان د اسلامي نړۍ عالمانو ته هم دغه شکایت ورسوي.

XS
SM
MD
LG