د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

د جنرال رازق ورور تادین خان د کندهار د امنیه قوماندان په توګه معرفي شو


په کندهار کې نن د وژل شوي امنیه قوماندان جنرال رازق ورور تادین خان د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال پاسوال جانان بارکزي له‎خوا د کندهار د امنیه قوماندان په توګه معرفي شو.

چارواکي وايي، تادین د کندهار د قومي مشرانو په غوښتنه د ولسمشر د حکم پر اساس د کندهار د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.

تادین خان که څه هم نظامي زده‎کړې نه‎لري، خو ځايي خلک وايي په تېرو څو کلونو کې یې له خپل وژل شوي ورور جنرال عبدالرازق سره نږدې همکاري درلوده او د سیمې له حالاتو خبر دی.

د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزی

د افغانستان د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزی وايي، پر جنرال عبدالرازق برید کوونکی له جعلي نوم، جعلي تذکرې او شخصي تضمین سره د کندهار د والي د ساتونکي په توګه دنده پیل کړې وه.

ښاغلي ستانکزي نن په کندهار کې وویل چې له برید څو دقیقې مخکې بریدګر له کرښې اغاړه له کوم چا سره دوه نیمې دقیقې خبرې کړې وې.

د ملي امنیت رئیس په کندهار کې خبریالانو ته وویل، د دې برید په تړاو ۱۵ کسان تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي چې په دوی کې تر ټولو مهم سړی د والي د ګارد مشر مولاداد دی چې بریدګر ته یې د والي په ساتونکو کې ځای ورکړی و.

ویل کېږي هغه کس چې د ده سړي تضمین‌یې کړی هغه د برید په ورځ پاکستان ته تښتېدلی دی.

د کندهار امنیه قوماندان تېره پنجشنبه د ولایت په دفتر کې په داسې حال کې چې د ناټو د قاطع ملاتړ د قوماندان سکاټ مېلر او نورو چارواکو سره له یوې امنیتي غونډې څخه د وتلو په حال کې وو، د یو ساتونکي له‎خوا ډزې وشوې او ووژل شو.

XS
SM
MD
LG