د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووشاوغلو ویلي چې د استانبول لوی څارنوال د سعودي ژورنالېست جمال خاشقجي د نادرکۍ په اړه څېړنې کوي.
هغه رد کړه چې امریکايي چارواکو ته یې د خاشقجي د وژل کېدو په اړه شواهد یا ویډیويي فلم سپارل شوی او ويې ویل چې هېڅ امریکايي چارواکي ته په دې اړه اسناد نهدي ورکړل شوي.
مولود چاووشاوغلو پرون، شنبه د اکټوبر۲۰مه، د البانیا په پلازمېنه، تیرانا کې خبریالانو ته وویل چې د خاشقجي د مسئلې په اړه د استانبول د لوی څارنوال د څېړنې پایلې ته منتظر دي.
مولود چاووشاوغلو زیاته کړه:
"خاشقجي په استانبول کې د سعودي عربستان کنسولګرۍ ته تر ننوتلو وروسته نادرکه شوی دی.
- له هغه سره څه شوي دي؟
- څه پېښ شوي دي؟
- د هغه د نادرکۍ مسئول څوک دی؟
یقیناً، موږ یوه اندازه معلومات او شواهد لرو چې زموږ د څېړنو او پلټنو په پایله کې ترلاسه شوي دي."
جمال خاشقجي د سعودي عربستان پېژندل شوی ژورنالېست و چې د واشنګټن پوست په څېر معتبرو ورځپاڼوته یې کالمونه/ یادداشتونه لیکل.
هغه د اکټوبر په ۲مه نېټه له خپلې ترکۍ نامزدې سره په استانبول کې د سعودي عربستان کنسولګرۍ ته په ضروري اسنادو پسې ورغلی و او نادرکه شو.
خاشقجي د سعودي د شاهي کورنۍ له غړو سره نېږدې روابط درلودل خو د ځوان ولیعهد، شهزاده محمدبن سلمان پر سیاستونو يې سخت انتقادونه کول.
سعودي چارواکو د اکټوبر په ۲۰مه تائید کړه چې جمال خاشقجي په استانبول کې د دوی په کنسولګرۍ کې "مړ" شوی او ادعا یې وکړه چې خاشقجي په کنسولګرۍ کې جنګ کړی او په "اخ و ډب" کې وژل شوی دی.
د سعودي عربستان دولتي رسنیو لیکلي چې شاهي کورنۍ د خاشقجي پر وژل کېدو خواشیني ده.
د سعودي دولتي خبري اژانس «واس» د چارواکو په حواله ولیکل:
"خاشقجي او یو شمېر نورو کسانو چې کنسولګرۍ ته ورغلي وو، په خپلو کې جنګ کړی او دی په کې وژل شوی دی."
د سعودي چارواکو ویلي چې د خاشقجي د قتل په اړه څېړنې روانې دي او تر دې ګړۍ، ۱۸ تنه چې ټول سعودي اتباع دي، له دې پېښې سره د تړاو په تور نیول شوي دي.
د سعودي عربستان لوی څارنوال ویلي چې د شاهي محکمې سلاکار او د استخباراتو د ادارې مرستیال احمد عسیري له دندې لېرې شوی دی.
د سعودي عربستان پاچا امر کړی چې د استخاباراتو د ادارې په رهبرۍ کې چې د ولیعهد، شهزاده محمد بن سلمان تر څارنې فعالیت کوي، اصلاحات راشي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د سعودي چارواکو دا کار ښه دی خو له ژورنالېست جمال خاشقجي سره شوی چلند د منلو وړ نهدی.