د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

له ننګرهاره د انتخاباتو شکایاتو کمېسیون ته استول شوي اسناد نيمګړي رسیدلي


له ننګرهار ولایت څخه د انتخاباتو د شکایاتو کمېسیون ته د نوماندانو په اړه ځواب شوي اصطلامونه په بشپړ ډول نه‎دي رسېدلي.

دا موضوع هغه مهال روښانه شوه چې د انتخاباتو د شکایاتو کمېسیون چارواکي په ننګرهار کې خلکو سره د ليدنو پر مهال له تُندو نيوکو سره مخ شول.

د پنجشنبې په ورځ د دې کمېسیون مشرانو د يوې پراخې غونډې له لارې د سیاسي احزابو، مدني فعالانو او ځوانانو ناسته بللې وه چې په‎دې ناسته کې یو شمېر ګډونوالو د انتخاباتو د شکایاتو کمېسیون کړنې غېرې عادلانه او بې اساسه يادې کړې.

دوی نيوکه وکړه چې د شکایاتو کمېسیون پریکړې د اسناد پر بنسټ نه بلکې د تفاهم له مخې شوي:

"قومي مشر: د ننګرهار نه مشخص کسان په نښه شوي وو، په یوه لېست کې نومونه راغلي وو، څنګه یو حذف کېږي او دا بل له لېسته ویستل کېږي.

د غونډې برخوال: تاسو وايئ چې د ننګرهار خلک شکایت نه کوي، دا حکومت غاصبين پېژني، اختطافګر پېژني ولې يې په اړه اقدام ونه کړ؟"

د شکایاتو کمېسیون کمېشنر غلام دستګير هدايت بیا د خلکو د نيوکو په ځواب کې دا ومنله چې د افغانستان نظام دومره توان نه‎لري چې په یوار د مافيايي کړیو نومونه له لېسته حذف کړي.

نوموړي وویل:

"د افغانستان نظام داسې حالت کې نه‎دی چې د ټولو مافيايي کړيو د حذف د کنټرول توان ولري، تاسو باید په‎دې پوه شئ."

خو د شکایاتو کمېسیون ویاند علي رضا روحاني بیا په ټینګار سره وويل چې دوی ټولو شکایتونو ته رسیدنه کړې او د نوماندانو په اړه د موجوده رسمي اسنادو پر بنسټ د حذف پریکړه شوې.

د خلکو د دې نيوکو په اړه چې د ولایت مقام له‎خوا د شکایاتو کمېسیون ته د دوو نوماندانو په اړه اسناد استول شوي، خو پریکړې بیا د دې اسنادو خلاف شوي ښاغلي روحاني یوازې دومره وويل، کوم اسناد چې خلک يې په اړه پوښتنه کوي د ننګرهار ولایت مقام څخه دوی ته نه‎دي رسيدلي.

دی وايي:

"که تاسو فکر کوئ چې زموږ د دې ځای دفتر ته اسناد سپارل شوي او موږ ته نه‎دي رارسېدلي دا ثابته کړئ."

خو د ننګرهار والي حيات الله حيات د رسنیو پر وړاندې ټينګار وکړ چې د دوو نومانانو په اړه اړوندو ادارو خپل ټول اسناد کمېسیون ته سپارلي او اسناد موجود دي.

د ننګرهار والي حيات الله حيات
د ننګرهار والي حيات الله حيات

ښاغلي حیات زیاته کړه:

"موږ د هغو دوو نوماندانو په اړه چې شکایت وو، د شکایتونو ټاکنیز کمېسیون ته زموږ د ملي امنیت او نورو اړوندو ادارو ټول اسناد په خپل وخت ورسولي."

دا چې د ننګرهار ولایت څخه استول شوي مکتوبونه څنګه د شکایاتو کمېسیون ته مکمل نه‎دي رسيدلي او ولې لادرکه شوي؟ د شکایاتو کمېسیون هېڅ یوه مسوول کس يې ځواب ونه ويل او دا پوښتنه لا هم بې ځوابه پاتې ده.

راپور: شاه محمود شینواری- ننګرهار

دا راپور په غږ کې هم اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:38 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG