د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۷

افغان حکومت له مخدره موادو سره د مبارزې هر اړخیزه ستراتېژي وړاندې کړه


افغان حکومت تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې د سیمې په کچه د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې د يوې اغېزمنې ستراتېژۍ د بشپړېدو خبر ورکوي.

د نشه‌يي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د تلې ۱۷» په سپېدار ماڼۍ کې د دغې ستراتېژۍ دوهمه مسوده د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ چې په‌کې د يو شمېر هېوادونو سفیرانو او استازو ګډون درلود د بحث لپاره وړاندې کړه.

په يادې مسودې له هر اړخیزو بحثونو وروسته ښاغلي عبدالله د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې په برخه کې د هېوادونو ترمنځ د نه‌همغږۍ او همکارۍ خبره وکړه او د دغې پدیدې د له‌منځه وړلو لپاره‌یې پر عملي اقداماتو ټینګار وکړ.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

نوموړي زیاته کړه:

"ښې همغږۍ ته اړتیا ده، په ډېرو برخو کې لا هم د عملي همکاریو په برخه کې تشې موجودې دي، دوهمه خبره دا چې د ستراتېژۍ مسوده ستاسو په اختیار کې ده او موږ ستاسو د فیډبک په تمه یو څو څنګه مخته لاړ شو او زموږ هیله دا ده چې تر يوې ټاکلې مودې پورې په دې اړه موږ د خپلو همکارانو نتایج او نظرونه ولرو."

دا په داسې حال کې ده چې د يادې ستراتېژۍ لومړۍ مسوده څو میاشتې وړاندې د افغانستان د نشه‌یي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت او د سیمې د ۹ هېوادونو د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې د متخصصینو له‌خوا جوړه شوه.

د نشه‌يي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت په خبره، د سیمې په کچه د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې د ستراتېژۍ د جوړولو هدف په يوه عملي چوکاټ کې د مخدره موادو د کښت، تولید او قاچاق مخنیوی دی.

د نننۍ غونډې زیاترو ګډونوالو مخدره مواد د ټولې نړۍ لپاره يو جدي خطر وباله او په دې برخه کې يې د ګډو او عملي اقداماتو ژمنې وکړې.

د دوی په خبره، غیر قانوني مخدره مواد، له تنظیم شویو جنایتونو، فساد او ترورېزم سره مرسته کوي.

د وروستیو راپورونو له مخې اوس‌مهال په ټوله نړۍ کې ۳۱ میلیونه وګړي د مخدره موادو له رنځه د خلاصون لپاره درملنې ته اړتیا لري او هر کال د نشه‌يي موادو د زیاتې کارونې او په دې پورې اړوند روغتیايي ستونزو له امله ۴۵۰ زره کسان مري.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې د مخدره موادو سره د مبارزې د کمېسیون مرستیال رڼا ترین مخدره مواد د افغانانو لپاره هم يوه لویه ستونزه بولي او پر وړاندې یې د سیمې او نړۍ په کچه مبارزه اړینه بولي.

ترین: مخدره مواد د افغان ځوانانو او خلکو لپاره يوه جدي اندېښنه ده
ترین: مخدره مواد د افغان ځوانانو او خلکو لپاره يوه جدي اندېښنه ده

نوموړې زیاته کړه:

"که موږ غواړو چې له افغانسان څخه د مخدره موادو کمبله ټوله کړو، نو اړینه ده چې ګاونډي او هغه هېوادونه چې په کې د مخدره موادو تجارت کېږي، هغوی په کلک تعهد سره د دغې پدیدې د له منځه وړلو لپاره د افغانستان سره مرسته وکړي، مخدره مواد د افغان ځوانانو او خلکو لپاره يوه جدي اندېښنه ده."

افغان حکومت د سیمې په کچه د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې د ستراتېژۍ د جوړولو خبره په داسې حال کې کوي چې په دغه هېواد کې ۳،۵ میلیونه وګړي له مخدره موادو په مستقیم او غیر مستقیم ډول اغېزمن دي.

خو له دې ټولو سره سره د نشه‌يي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت د پلان او پالېسۍ مرستیال جاوید احمد قایم هیله څرګندوي چې د دغې پالېسۍ په جوړېدو سره به د نړۍ ټول هېوادونه په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونه د مخدره مواد سره د مبارزې په برخه کې عملي ګامونه واخلي.

راپور:محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG