د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

د معتادینو د مېرمنو له درده ډکې کیسې!


په روزګان ولایت کې د معتادینو مېرمنې وايي چې مېړنو یې ژوند ور تریخ کړی او دې ته یې اړ ايستلي چې له کورونو څخه وتښتي او یا هم ځانونه ووژني.

د دې ډول مېرمنو له ډلې څخه یوه هم ۳۵ کلنه تمنا ده چې دا يې خپل اصلي نوم نه دی، دې ازادي راډیو ته په ژړغوني غږ وویل چې مېړه او زوی مې دواړه په نشو اخته دي.

هره شپه مې وهي، له کور څخه اوړه او نور وسائل غلا کوي او نشه يي مواد ورباندې اخلي.

دا وايي چې د کور ټول لګښت د دې پر غاړه دی او کله کله د خپلو بچیانو د مړولو لپاره سوال هم کوي:

"نه په بوجۍ کې وړه را پرېږدي، نه بل شی، وږې او تږي ناست یو، څه وکم؟ پر کومه ولاړه شمه؟ نه څوک مرسته راسره کوي او نه مو څوک کور ته پرېږدي، درې څلور کاله مو په دغه ډول سختیو کې تېر کړل، اوس بیا بیخې لېونیان شوي يو."

په روزګان ولایت کې معتادینو یوازې د تمنا ژوند نه دی تریخ کړی، بلکې د زرمینې او ګل سیکې په نوم دوې نورې مېرمنې هم له ورته حالت سره مخ دي.

دوی چې خپل اصلي نومونه نه اخلي ازادي راډیو ته يې وویل:

"مېړه مې نشه يي دی، په کور کې کالي، لوښي او لرګي نه را پرېږدي، موږ له دوی سره څه وکړو؟ قوماندان او والي مو ناره نه اوري، چا ته ورشو، چا ته وژاړو او چاته خپله ستونزه ووایو؟"

"نشه يانو مو په کورونو کې هېڅ نه دي را پرې ایښي، زما د پښو څپلۍ یې راڅخه وړې او له ساقیانو سره دي، د غریبۍ او خوارۍ شی يې راباندې درولی دی، څلور اولادونه مې دي، په ډوډۍ پوري يې حیران یمه، د بل مزدوري کوم، کالي وینځم، د ستنې کار کوم او خپل اولادونه ورباندې چلوم، سړی مې پوډري خپله هیرویین څکوي."

دا مېرمنې له دولت څخه غواړي چې دوی ته د درملنې لپاره مرکزونه جوړ او دغه ډول د نشه يي موادو له خرڅوونکو سره هم جدي چلند وکړي:

"والي، قوماندان او مشرانو ته مو عریضه کړې ده، چا مو ناره نه ده اورېدلې، موږ له حکومت څخه د ساقیانو د بندي کولو غوښتنه کوو، خو حکومت دا کار نه کوي، کله چې ساقيان ونیسي یوه ورځ یې بندي کړي، هغه ورته پنځوس زره یا یو لک روپۍ ورکړي بېرته یې را خوشي کړي، زموږ هیله دا ده چې نشه يان دې په روغتونونو او ساقیان دې په زندانونو کې بندیان شي."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندي هم د دې ولایت خلکو د نشه موادو له خرڅلاو څخه شکایت کړی وو.

له نشه موادو سره د مبارزې چارواکي ژمنه کوي چې ډېر ژر به په دې ولایت کې د معتادینو د درملنې مرکز جوړ کړي.

د دې ادارې مسئول جمعه خان بشري دا مني چې د معتادینو د درملنې لپاره کافي امکانات نه لري، خو مرکزي حکومت په دې برخه کې د مرستې ژمنه ورسره کړې ده.

ښاغلی بشري وايي:

"زه خپله په دې اړه یو دوه ځله کابل ته تللی یم، هلته مې له نشه يي موادو سره د مبارزې له وزېرې، مرستیالانو او د عامې روغتیا له وزیر سره ولیدل، هغوی ډاډ راکړ چې د دې کال په منځ او یا پای کې به په روزګان ولایت کې د درملنې مجهز روغتون جوړ کړي."

د معلوماتو له مخې دا مهال په روزګان ولايت کې شاوخوا ۲۵ زره ښځې او نارینه په نشو اخته دي چې ډېری برخه يي ځوانان دي.

په ورته وخت کې د روزګان امنیتي مسؤلین دا نه مني چې ګواکې هلته دي د نشه يي موادو د خرڅولو مرکزونه وي، دوی وايي چې د نشه موادو له منځه وړلو لپاره جدي هڅې کوي.

د دې ولایت د پولیسو قوماندان جنرال محمد معروف احمدزي ازادي راډيو ته وویل چې هیچاته به د نشه يي موادو د کاروبار اجازه ور نه کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"کوم شکایت چې دې خویندو کړی دی، هیله کوم چې دا ستونزه له ما سره شریکه کړي، زما له پولیسو او زما له ښاري حوزې سره يې شریکه کړي، زه تاسو ته ډاډ درکوم چې په دې برخه کې مبارزه کوو."

خو له دي سره سره په روزګان ولایت کې د بشري حقونو د سیمه ییز دفتر د څارنې ډله په دې اړه اندېښنه ښيي او له دولت څخه غواړي چې په دې ولایت کې دي د معتادينو د درملنې مرکزونه جوړ کړي.

راپور: شريف الله شرافت

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:04:50 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG