د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

بشري حقونه: په افغانستان کې ملکي تلفات۳۰سلنه زیات شوي


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په هېواد کې د ملکي کسانو د تلفاتو زیاتېدو ته په کتو وايي، په جګړه کې ښکېل اړخونه باید د خلکو بشري حقونو ته درناوی وکړي او نه دې یې په نښه کوي.

د دغه کمېسیون ویاند بلال صدیقي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل له مجازاتو او د نړیوالو بشر دوستانه قوانیو نه د سرغړاوي په اړه د معافیت فرهنګ لامل شوی چې په دې هېواد کې د ملکي تلفاتو شمېره لوړه شي.

بلال احمد صدیقي
بلال احمد صدیقي

نوموړي زیاته کړه:

"متاسفانه ورځ تربلې ډېر ملکي کسان په سیستماتیک ډول په نښه کېږي چې دا بشردوستانه قواعد ترپښو لاندې کول دي، په تېرو شپږو میاشتو کې زموږ ارزونې راښيي چې په ملکي تلفاتو کې ۳۰سلنه زیاتوالی راغلی او موږ ورته اندېښمن یو."

ښاغلي صدیقي له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې نړیوال بشردوستانه قوانین رعایت کړي.

ده له حکومته هم هیله وکړه هغه کسان چې د ملکي کسانو د تلفاتو لامل ګرځي، قانوني چلند ورسره وکړي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ماموریت قوماندان سکات میلرهم ویلي چې د افغانستان خلک ډېر دښمنان لري او له امنیتي ستونزو سره مخ دي.

سربېره پردې د امریکا د پوځي مرکزي قرارګاه عمومي قوماندان جنرال جوزف ووتل هم په افغانستان کې پر ملکي تلفاتو اندېښنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې په دې وروستیو کې د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو په ولسوالۍ کې د هلیکوپتر په یوې حمله کې، درې ښځې او یو ماشوم وژل شوي او۳۰ نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې "د ملکي کسانو د خوندیتوب اوعدالت غوښتنې پروګرام" په دې وروستیو کې ویلي چې په تېرې یوې میاشت کې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۱۲۳ ملکیانو ته تلفات اوښتي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د هېواد امنیتي او د فاعي ځواکونه د خلکو د سرو مال د خوندیتوب لپاره، هڅې کوي.

د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید ازادي راډیو ته وویل چې په ځینو حالاتو کې چې وسله وال مخالفین د ملکي کسانو کورونو د ډال په توګه کاروي، خلکو ته تلفات اوړي:

غفور احمد جاوید
غفور احمد جاوید

"د افغانستان امنیتي ځواکونه قوانینو، کړنلارو او د بشري حقونو کنواسیونونو ته ژمن دي او په دغه چوکاټ کې عملیات کوي، همدارنګه د ملکي کسانو د خوندیتوب په خاطر د ولسمشر د حکم له مخې، امنیتي ځواکونو یو کړنلاره جوړه کړې چې په پام کې نیولو یې عملیات کوي، خلکو ته ډاډ ورکوو سل په سلو په سلو کې هڅې کېږي چې د ملکیانو د تلفاتو مخه ونیول شي."

ده وویل، د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ د پېښې په اړه څېړنې پیل شوي او ډاډ ورکوو کوم کسان چې د عملیاتو پرمهال د خلکو د سرو مال په ساتنه کې بې پروايي کوي، مجازات به شي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د دفاعي چارو د کمېسیون غړی خالد پښتون وايي، نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت په برخه کې له دغه هېواد سره خپلې ژمنې عملي کړي چې په راتلونکې کې د ملکي تلفاتو مخه ونیول شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG