د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

دفاع وزارت: له اف ۳۵ الوتکو استفاده د ترورېزم په وړاندې د امریکا قوي هوډ ښيي


د افغانستان دفاع وزارت د امریکايي ځواکونو له خوا د طالبانو په مرچلو د اف ۳۵ جنګي جټ کارونه ګټوره بولي.

د امریکايي ځواکونو له خوا د طالبانو په وړاندې د اف ۳۵ جنګي جټونو له کارونې وروسته د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د دغو جنګي جټونو سره به د طالبانو مرچلې خاورې ایرې شي.

د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوېد د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د امریکا دغه اقدام د ترورېزم په وړاندې د دې هېواد قوي هوډ ښيي.

غفور احمد جاوېد
غفور احمد جاوېد

​دی وایي:

"دا چې د پنجشبې په شپه د طالبانو په مرچلو د اف ۳۵ جنګي جټ الوتکو په وسیله حملې شوي، دا د ترورېزم په وړاندې د امریکا کلک تعهد ښيي او د ترورېستي ډلو په وړاندې د افغان او بهرنیو ځواکونو بریدونه ګټور تمام شوي."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا اف ۳۵ جنګي جټونو خپل لومړنی ماموریت د پنجشبې په شپه د طالبانو پر مرچلو په حملو سره پيل کړ.

يوه امریکايي چارواکي امریکا غږ ته ویلي چې د دغه هېواد يو اف ۳۵ جنګي جټ د عربو له دریابه د دې هېواد له يوه جنګي کښتۍ الوتنه کړې او په افغانستان کې یې د طالبانو په يوه مرچل بریالۍ حملې کړي.

اف-٣٥ پرمختللې جنګي جټ الوتکې دي چې د نړۍ په پرمختللې تکنالوژۍ سنبالې دي او له راداره د تېښتې قابلیت هم لري.

د امریکا د اردو يوه چارواکي ډګروال چندلر نیملز ویلي چې د پنجشنبې په شپه د طالبانو په وړاندې د دغه جټ کارونه يوازې د دې جنګي جټونو د پیاوړتیا يو اړخ و.

په افغانستان کې له اف ۳۵ جنګي جټه په داسې حال کې ګټه اخيستل کېږي چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې ویلي چې د هوايي حملو په زیاتېدو سره په افغانستان کې د ملکیانو په مرګ ژوبله کې زیاتوالی راغلی دی.

دغې ورځپاڼې لیکلي چې دغه حملې تر ډېره د امریکايي ځواکونو له خوا ترسره کېږي، خو په يو شمېر حملو کې افغان ځواکونه هم شامل دي.

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو مرستندوى ماموريت يا يوناما هم د يوې اعلامیې په خپرولو سره په هوايي حملو کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه ښودلې وه.

دغې ادارې ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د هوايي حملو له امله ۳۵۳ مورده ملکي تلفات چې په کې ۱۴۹ مړه او ۲۰۴ تنه ټپيان دي، ثبت کړي دي چې د تېر کال په نسبت ۵۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

خو له دې ټولو سره سره د پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخېل په دې باور دی چې طالبان دومره لویې ډلې نه جوړوي چې په وړاندې یې له دغو جنګي جټونو استفاده وشي.

د ښاغلی امرخېل په خبره، دغه جټونه د دې ترڅنګ چې د ترورېستانو په له منځه وړلو کې کوم ګټور رول نشي لوبولای، بلکې د ملکیانو د مرګ ژوبلې د زیاتېدو لامل هم کېږي.

عتیق الله امرخېل
عتیق الله امرخېل

​دی زیاتوي:

"معمولاً له دغو جنګي جټونو په چریکي جنګونو کې استفاده نه کېږي او په هغو ځایونو کې ترې ګټه اخيستل کېږي چې جبهه یي جنګونه وي، څو په دښمن قوي بریدونه وشي، خو د اف ۳۵ حملې تخریب زیات دی او ملکي تلفات هم لري چې ګټور نه واقع کېږي."

ښاغلی امرخېل وايي، په افغانستان کې اوسمهال جنګونه په چریکي ډول پرمخ وړل کېږي، نه جبهه يي، نو له همدې امله د جګړې بڼې ته په کتو باید له جنګي تجهیزاتو کار واخيستل شي.

د نوموړي په خبره، د افغانستان په روان جنګ کې غوره دا ده چې له توپ لرونکو هليکوپټرو ګټه واخيستل شي، ځکه چې غیر نظامیانو ته کمه مرګ ژوبله اړوي او هدف په دقیق ډول له منځه وړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG