د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

"HRW": شخصي قراردادیانو ته د افغان جګړې سپارل ملکيانو ته زیان رسوي


په نیویارک کې د بشري حقونو د څارنې سازمان، هیومن رايټس واچ ویلي چې شخصي، قراردادي کمپنیو ته د افغانستان د جګړې سپارل به د ملکي افغانانو ژوند ته ګواښ پېښ کړي.

هیومن رایټس واچ ویلي چې په افغانستان کې د امریکا جګړه په‎دې میاشت کې ۱۷ کلنه کېږي او هغه امریکایان چې د جګړې تر پېل وروسته زېږېدلي، په جګړه کې د ګډون عمر ته رسېږي.

په نیویارک کې د بشري حقونو د ملاتړ دې ادارې په یوه رپوټ کې چې د اکټوبر په ۲مه خپور شوی، لیکلي:

"په‎دې جګړه کې ټولو ښکېلو خواو جنګي جنایتونه او پر بشري حقونو سخت تیري کړي دي."

خو دا سازمان امریکایانو او افغانانو ته خبرداری ورکوي چې داسې پرېکړې لا هم شته چې د افغانستان په جنګ کې چې ملکي تلفات یې په بل ډول زیات دي، نور تشدد ته لاره پرانېستلای او د افغانستان ضعیف عدلي سیسټم زیات کمزوری کولای شي.

هیومن رايټس واچ د بلک واټر په نوم د یوې شخصي امریکايي قراردادي کمپنۍ د مشر اريک پرینس وروستۍ مرکې ته اشاره کړې چې په شپږو میاشتو کې یې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو تعهد کړی دی.

په افغانستان کې د امریکا جګړه په‎دې میاشت کې ۱۷ کلنه کېږي.

د بلک واټر مشر اريک پرینس د امریکا حکومت ته وړاندیز کړی چې د افغانستان جګړه په اجاره ورکړي.

اېرک پرینس ویلي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې او لارښوونې لپاره به متقاعد او د جګړې له ډګره وتلي امریکایان استخدام کړي او که یې پلان ومنل شي په شپږو میاشتو کې به د افغانستان جنګ پای ته ورسوي.

د امریکا دفاع وزارت پر داسې قراردادي شرکتونو واک نه‎لري، خو که د داسې کمپینو مامورین د جګړې په سیمه کې جرم وکړي، د امریکا د پوځي قوانینو له مخې د امریکا په محاکمو کې محاکمه کېږي.

اریک پرینس
اریک پرینس

د بلک واټر یو شمېر قراردادي پوځيان د ۲۰۰۷ میلادي کال د سېپټمبر په میاشت کې د بغداد پر یوه څلورلارې کې د ۱۷ عراقیانو په وژلو تورن شول. پر هغوی د لګېدلي تور د سپیناوي لپاره د امریکا محاکم تر اوسه کومې نتېجې ته نه‎دي رسېدلي.

اريک پرینس په امریکا کې له پېژندل شوېو میلیونرانو او د امریکا د پوهنې د وزیرې، بېټسي ډېوس ورور دی.

اریک پرېنس تېره اوونۍ په کابل کې په یوه مرکه کې ویلي چې د افغانستان قوانینو ته به درناوی کوي.

خو هیومن رايټس واچ په‎دې اړه په رپوټ کې ویلي چې د افغانستان حکومت د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو پرضد د ادعاوو د سپیناوي توان نه‎لري او که په‎داسې حال کې قراردادي شرکتونو ته د هغوی د لارښوونې او روزنې مسؤلیت وسپارل شي، په افغانستان کې د شفافیت او عدالت د تامین هڅې به ډېرې کمزورې کړي.

د افغانستان ولسمشر او د امریکا د دفاع وزیر د بلک واټر شرکت د مشر وړاندیز رد کړی دی.

هیومن رایټس واچ لیکلي:

"ډونالډ ټرمپ باید غوږ ورته ونیسي."

XS
SM
MD
LG