د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۳۱

جنرال جوزف ووتل:‌ د افغان جګړې د خصوصي کولو خبرې نه عملي کېږي

د امريکا د مرکزي قوې قوماندان ويلي چې د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو په اړه د بلک واټر خصوصي شرکت بنسټګر اریک پرنس خبرې به نه عملي کېږي.

نوموړي ویلي چې د افغانستان د جګړې له خصوصي کولو سره په بشپړه توګه مخالف دی او د ده په فکر دا سم کار نه دی.

جنرال جوزف ووتل پرون په يوه غونډه کې خبريالانو ته وويل چې د افغانستان د جګړې خصوصي کول د امریکا ملي ګټې د قراردادیانو لاس ته د اچولو په معنا دي.

ده همداراز وويل چې د کابل او واشنګټن تر منځ امنیتي او دفاعي موافقه هم د داسې کار اجازه نه ورکوي.

د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو په اړه بحثونه وروسته له هغه راپورته شول چې د بلک واټر خصوصي شرکت بنسټګر ايرک پرینس خصوصي شرکتونو ته د افغانستان د جګړې سپارلو غوښتونکی شو.

بلک واټر
بلک واټر

ښاغلي پرنس ټيګار کړی چې درې زره او شپږ سوه قراردادي امنيتي کسان په افغانستان کې تر امریکايي ځواکونو ښه دنده تر سره کولای شي.

خو د امريکا د مرکزي قوې د قوماندان جنرال جوزف ووتل په وينا، هېواد يې په افغانستان کې حياتي ګټې لري چې يوازي د امريکا مشروع ځواکونه کولای شي تر لاسه یې کړي.

ده همداراز ويلي چې حتا که د افغانستان د جګړې پر خصوصي کولو فکر وشي، د افغانانو تصويب ته اړتيا شته چې د ده په وينا هغوی به د دې مفکورې هيڅ کله ملاتړ ونه کړي.

دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنيت شورا د پنجشنبې په ورځ وويل چې د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو پر ضد به قانوني اقدامات وشي.

د ملي امنيت شورا وياند قادر شاه ازادي راډيو ته وويل چې د افغانستان د جګړې خصوصي کول له هغه اصله سرغړونه ده چې افغانان يې پخپله ځان ته ټاکي.

قادر شاه
قادر شاه

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې خبرداری ورکړی چې د افغانستان د جګړې خصوصي کول د ملکيانو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

دغه سازمان وايي چې بلک واټر شرکت په عراق کې د وژنو او بد چلند په يو شمېر مواردو تورن دی او دې شرکت ته د افغانستان د جګړې مسئولیت سپارل به اغېزناک نه وي.

د راپورونو له مخې، د بلک واټر سره تړاو لرونکي قرارداديان په عراق کې د اوولسو ملکيانو د وژل کېدو مسئول دي.

په يوه بله پېښه کې په ۲۰۰۷مېلادي کال کې په بغداد ښار کې د بلک واټر قراردادیانو تر منځ په نښته کې شل ملکيان ټپيان شول.

د امریکا فدرال محکمې له دغو قراردادیانو څخه یو نيکولس سلاتن په عراق کې د ملکيانو د وژنو په تور په بند محکوم کړ خو په ۲۰۱۷مېلادي کال کې محکمې په دې اړه نوې پرېکړه وکړه او مخکينی حکم یې لغوه کړ.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG