د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۶:۴۸

ولسمشر غني: بهرنیو مرسنريو ته به په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورنه کړي


محمد اشرف غني
محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې بهرنیو مرسنريو یا اجیرو پوځيانو ته به په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورنه کړي.

وروسته له هغې چې د بلک واټر په نوم یوې خصوصي امریکايي جنګي کمپنۍ ته د افغانستان د جګړې د سپارلو مسئلې اندېښنې راپورته کړې، د دوشنبې په ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني که څه هم په واضح ډول دا مسئله یاده نه کړه، خو ويې ویل چې هېڅ بهرنۍ مرسنرۍ ته به د افغانستان د امنیت ساتنې اجازه ورنه کړل شي.

مرسنري یوه بهرنۍ اجیره جنګي ډله ده چې هېڅ ډول پوځي مسؤلیت نه لري او د پیسو په مقابل کې جنګېږي.

ښاغلي غني چې د دوشنبې په ورځ یې د افغانستان د ښاروالانو په درېیم ملي کنفرانس کې يې خبرې کولې، له ښاروالانو وغوښتل چې باید د ښارونو د امنیت ساتنې په برخه کې ولسي خلک هم شریک کړي.

نوموړي وویل، دی باور لري چې د امنیت د تینګښت په برخه کې چې کومه مرسته ولس کولای شي، هېڅ څوک يې نه شي کولای.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"اوسنۍ جګړه چې د ملي او مذهبي یووالي او زموږ د ټولو د دینې ارزښتونو په خلاف روانه ده، خو باید پوه شو چې په وړاندې يې چې د دې خاورې خلک کوم کار کولای شي، هېڅ بهرنۍ مرسنري يې نه شي کولای او هېڅ کله به بهرنۍ مرسنرۍ ته په دې خاوره کې د فعالیت اجازه ورنه کړل شي."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د بلک واټر د کمپنۍ مسؤل ایریک پرنس د افغانستان یوه خصوصي ټلوېزیون سره په یوې مرکه کې ویلي چې د افغانستان د جګړې د ژر پای ته رسېدو غوره لار، د دغې جګړې خصوصي کول دي.

ده ویلي چې که د افغانستان جګړه ور وسپارل شي، د زرګونو مجهزو او تجربه لرونکو پوځیانو پر مټ به د افغانستان پر وړاندې مخالفې وسله والې ډلې وځپي.

پخوا تر دې هم بلک واټر جنګي کمپنۍ لېوالتیا ښودلې وه چې د افغانستان روانه جګړه دې ور وسپارل شي، خو دغه طرحه د افغانستان د خلکو، ملي شورا او عامو خلکو له سخت غبرګون سره مخ شوې وه.

افغان حکومت او د امریکا متحده ایالاتو هغه وخت په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې وه.

د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوي هم په دې اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د بلک واټر په نوم خصوصي کمپنۍ ته د افغانستان د جګړې سپارل، د هېواد او خلکو په ګټه نه ده او دغه جرګه به ورسره هېڅ کله موافقه ونه کړي.

د دغې جرګې رئيس فضل الهادي مسلمیار د یکشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې د موضوع په تړاو د یوشمېر سناتورانو د مخالفتونو او اندېښنو تر څرګندونو وروسته وویل، د مشرانو جرګه به هېڅ کله د بلک واټر په نامه یوې خصوصي امریکايي کمپنۍ ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان د روانې جګړې واګي ترلاسه کړي.

د افغانستان دفاع وزارت بیا دا خبرې د افغانستان د سولې او ثبات د دښمنانو تبلیغات بولي او رښتینې یې نه ګني.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د دوشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې وویل چې خصوصي شرکت ته د افغانستان د امنیت سپارل د اساسي قانون خلاف او د اندېښنې وړ عمل دی.

عبدالروف ابراهیمي
عبدالروف ابراهیمي

​دی وایي:

"دا یوه نوې اندېښنه ده چې له خلکو سره پیدا شوې ده، د افغانستان د اساسي قانون له مخې، د هېواد امنیت ساتل د امینتي بنسټونو مکلفیت دی، نو اوس پوښتنه دا ده چې څنګه کېدای شي چې یوه خصوصي کمپنۍ امنیت ټینک کړي، دا واقعاً د اندېښنې وړ ده."

د پوځي چارو افغان کارپوهان باور لري چې د افغانستان د جګړې خصوصي کول نه یوازې دا چې دا جګړه نه اراموي، بلکې په وړاندې يې د خلکو نفرت ډېرېږي چې په دا شان حالاتو کې هېواد د بحران پر لور ځي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG