د شمالي کوریا مشر د جنوبي کوریا ولسمشر ته د ښه نیت په توګه دوه اصیل سپي د ډالۍ په توګه استولي دي.
په داسې حال کې چې د پیونګ یانګ او سیول په پخوانیو ترینګلو اړیکو کې د ناڅاپي بدلون نښې نښانې را څرګندې شوي، د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د جنوبي کوریا ولسمشر مون جای این ته دوه اصیل سپي د ډالۍ په توګه استولي دي.
د شمالي کوریا د پُنګسان Pungsan ذات دوه سپین سپي د تېرې پنجشنبې په ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ په پراته سرحدي کلي پانمونجوم Panmunjom کې له درنو پوځي تاسیساتو واوښتل او د جنوبي کوریا چارواکو ته وسپارل شول.
پانمونجوم هغه کلی دی چې کیم د لومړي ځل لپاره سږکال په اپریل میاشت کې له مون سره پکې وکتل او اوس د اوربند د کلي په نوم مشهور دی.
د دواړو کوریا ګانو مشرانو سږکال د سپټمبر په نیمايي کې خپله دریمه غونډه د شمالي کوریا په پلازمېنه پیونګ یانګ کې وکړه.
د جنوبي کوریا جمهوري ریاست- آبي ماڼۍ نن- یکشنبې په یو بیان کې وویل، په دې کتنه کې کیم مون ته د کورنیو حیواناتو د ډالیو د راکړې ورکړې نظریه وړاندې کړه.
پُنګسان د سپیو هغه ذات دی چې د وفادارۍ او په ښکار کې د مهارت له کبله مشهور دی.
د سپیو د دې ذات په اړه ویل کېږي چې حتا پړانګان ښکار کولای شي.
پُنګسان- چې نوم یې د شمالي کوریا د یوې ولسوالۍ له نوم څخه اخیستل شوی، د دې هېواد د ملي حیوان په توګه هم پېژندل کېږي.
دواړه ډالۍ شوي سپي به د جنوبي کوریا د ولسمشر له سپي سره چې توري Tori نومېږي یوځای ژوند وکړي.
توري لومړی سپی دی چې د جنوبي کوریا د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې ساتل کېږي.
مون چې له حیواناتو سره د مینې په پاللو شهرت لري د دې تور سپي ساتنه تېرکال په جولای میاشت کې- دوه میاشتې وروسته له دې چې د ولسمشر په توګه یې لوړه وکړه، پیل کړه.
دا لومړی ځل نه دی چې له شمالي کوریا څخه جنوبي کوریا ته سپي د ډالۍ په توګه استول کېږي.
د ۲۰۰۰ کال په وروستیو کې د شمالي کوریا پخواني رهبر او د اوسني رهبر پلار کیم جونګ ایل دوه پُنګسان سپي د جنوبي کوریا د هغه مهال له ولسمشر کیم دای جونګ سره د سرمشریزې پر مهال هغه ته ډالۍ کړل.