د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۶ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۷

ټرمپ د نړۍ له ځينو مشرانو سره د لیدنو په هدف نیویارک ته رسېدلی

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ نیویارک ته رسېدلی دی.

ټرمپ به د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د ګډون او د نړۍ له یوشمېر مشرانو سره د لیدنو کتنو ترڅنګ، روانه اوونۍ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې غونډې مشري هم وکړي چې بحث به تر ډېره د ایران پر مسئلې متمرکز وي.

ډونالد ټرمپ د یکشنبې په ورځ نیویارک ته له رسېدو سره سم پرون یکشنبه د ورځې ناوخته د جاپان له صدراعظم شیزو ابې سره د سوداګرۍ او دفاعي چارو په اړه خبرې پیل کړې.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

مخکې له دې چې د هغه هلیکوپټر په والسټریټ کې کېني، په یوه ټوېټري پیغام کې یې وویل چې د جاپان له صدراعظم شینزو ابې سره به د سوداګرۍ او دفاعي مسایلو په اړه خبرې وکړي او زیاته یې کړه چې موږ له جاپان سره د مرستې په برخه کې ډېر څه کړي او غواړو چې دغه دوه اړخیزې اړيکې لا پیاوړې شي.

د جاپان صدراعظم شینزو ابې له دغې کتنې وروسته چې په نیویارک کې د ټرمپ په ټاور کې ترسره شوه، خبریالانو ته وویل چې دوی دواړو د شمالي کوریا، د دې هېواد له خوا د تښتول شویو جاپاني اتباعو او د جاپان امریکا او د نړیوالې سوداګرۍ په اړه خبرې وکړې او دغه خبرې هم د معمول په څېر په ډېره ګرمه فضا کې ترسره شوې.

ولسمشر ټرمپ به سبا سې شنبه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته چې غونډې یې رسماً پرانيستل کېږي، وینا وکړي.

د امریکايي چارواکو په وینا، د ایران، په بريتانیا کې د پخواني روسيي جاسوس د مسمومېدو د قضیې، د شمالي کوریا د اټمي پروګرام او د کیمیاوي وسلو په ګډون، د یو شمېر موضوعاتو په اړه څرګندونې وکړي.

د ملګروملتونو عمومي اسامبله ۱۹۳ غړي لري.

د امریکا ولسمشر به د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته تر وینا وروسته بل سبا د چهارشنبې په ورځ د ملګروملتونو د امنیت شورا د غونډې مشري وکړي چې بحث یې تر ډېره د ایران مسئلې ته ځانګړی شوی دی.

په دې غونډه کې به د اټمي وسلو د نه پراختیا، په سوریه او بریتانیا کې د کیمياوي وسلو د حملو په اړه هم خبرې وشي.

د امریکا متحده ایالات په اوس وخت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره یي مشري په غاړه لري او ټرمپ د ایران په اړه د د دغې شورا د غونډې مشري وروسته له هغې کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ د نړیوال ترورېزم په اړه په کلني راپور کې ایران په نړۍ کې یو ځل بیا د ترهګرو د ملاتړ کوونکو هېوادونو د سر په کتار کې راوست.

تر دې مخکې واشنګټن د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون له وتلو وروسته، پر تهران یوشمېر بندیزونه بېرته جاري کړي دي.

د امریکا ولسمشر به دغه راز په نیویارک کې نن په نړۍ کې د مخدره موادو د قاچاق په اړه په یوه غونډه کې هم وینا وکړي.

د متحده ایالاتو ولسمشر به د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډو کې د فرانسې د ولسمشر ایمانوئل مکرون، د بریتانیا د صدراعظمې تریزا می او د جنوي کوریا له ولسمشر مون جي این په ګډون، د نړۍ له یو شمېر مشرانو سره لیدنې کتنې ترسره کړي.

د هغه د جنوبي کوریا سیال به ټرمپ ته په پیونګ یانګ کې د شمالي کوریا له مشر کیم جون اون سره د تېرې پنجشنبې د ورځې د کتنې د جزیاتو په اړه معلومات ورکړي.

مون وویل چې کیم سیول ته د هغه د ورتلو تاریخي بلنه منلې چې ښایي په روان میلادي کال کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG