په نیویارک کې نن سې شنبه د سېپټمبر ۲۵مه، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې کلنۍ غونډه ده.
پهدې غونډه کې د ډېرو رسنیو پام د امریکا د متحدو ایالاتو د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ګډون ته ور اوړي.
ټرمپ به څلور ورځې په نیویارک کې وي.
هغه به نن د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د نړۍ د ۱۲۰ هېوادونو مشرانو ته وینا وکړي.
څارونکي په ځانګړي ډول دې ته متوجه دي چې د ایران او شمالي کوریا په اړه څه وایي.
د رپوټونو پر اساس، ډونالډ ټرمپ به له ایران سره پر لانجه، د شمالي کوریا پر وضعیت، له چین سره پر تجارتي لانجه او د اټمي وسلو د پراختیا د مخنیوي په اړه خبرې وکړي.
ډونالډ ټرمپ تېرکال پهدې غونډه کې پر ایران او شمالي کوریا سخت انتقادونه کړي وو.
څارونکي ګومان کوي چې ټرمپ به په نننۍ وینا کې هم ووايي چې ایران د اسرائیل امنیت، منځني ختیځ او ټولې نړۍ ته ګواښ پېښ کړی او سخت الفاظ به وکاروي.
خو د شمالي کوریا د اټمي خلع سلاح په اړه روانو بحثونو ته که وکتل شي، څارونکي داسې ګڼي چې د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون په اړه به د ټرمپ لهجه نرمه وي.
ډونالډ ټرمپ تېرکال کېم جونګ اون په عام محضر کې "کوچنی، راکټي سړی" بللی و او ویلي و چې هغه د "ځان او خپل رژیم پر ضد انتحار" ته پښې لُڅې کړي دي.
ډونالډ ټرمپ په مکرر ډول د ملګرو ملتونو پر سازمان هم نیوکې کړي دي.
هغه په یوه تازه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د "ملګرو ملتونو سازمان هغسې چې توقع ورڅخه کېږي، کار نهدی کړی."
ټرمپ ویلي:
"زه تعجب کوم چې ټول هېوادونه په ملګرو ملتونو کې پر یوه ځای را غونډېږي خو بیا هم مسایل نه حل کېږي؟"
ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته په وینا کې ویلي و چې دا سازمان باید "د نړۍ د ثبات او امنیت د ټینګولو لپاره په ښه شریک د بدلېدلو لپاره اصلاح شي."
ټرمپ په تېر یوه کال کې امریکا له ایران سره د نړیوالو له اټمي تړونه وایسته، له چین او خپلو ډېرو غربي متحدانو سره یې تجارتي لانجه پېل کړی او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته یې غېږ پرانېستې ده.
ډونالډ ټرمپ همدا راز په کور، د خپل هېواد د استخباراتو د ادارې د اعتبار په اړه پوښتنې را ولاړې کړي دي.
د اسوشیټېډ پرېس په حواله، د امریکا د سترو شریکانو په ګډون د نننۍ غونډې ګډونوال دې ته متوجه دي چې ټرمپ به بیا هم د خپل بهرني سیاست پر دې شعار چې "امریکا تر هرچا مخکې" ټینګار وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې، نېکي هېلي ویلي چې د ډونالډ ټرمپ "تمرکز به تر ډېره حده پر امریکا، د امریکا پر رول او اړیکو" وي.
هېلي وویل:
"ډونالډ ټرمپ غواړي چې په تېر یوه کال کې د امریکا د بهرني سیاست پر بریالیتوب او د امریکا پر حاکمیت خبرې وکړي. هغه به توضیح کړي چې امریکا له دې ځايه پر کوم لور حرکت کوي."
ډونالډ ټرمپ به چهارشنبې د سېپټمبر ۲۶مه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې مشري وکړي چې د اټمي، کیمیاوي او بیالوژیکي وسلو له منځه وړل یې اصلي موضوع ده.
په ابتدا کې ټاکل شوې وه چې د امنیت شورا بحث پر ایران متمرکز شي خوپه هغه صورت کې باید د ایران ولسمشرحسن روحاني مجلس ته ورغلي وای او له دې امله د ممکنې لانجې د پېښېدو د مخنیوي لپاره د مجلس د بحث موضوع بدله شوه.
تمه ده چې سبا ډونالډ ټرمپ بیا هم د سوریې ولسمشر، بشار الاسد ته خبرداری ورکړي چې په ادلب ولایت کې پر خلکو د کیمیايي وسلو استعمال به شدید عواقب ولري.
په نیویارک کې د ملګروملتونو د عمومي اسامبلۍ ترڅنګ به ډونالډ ټرمپ د اسرائیل له صدراعظم، د بریتانیې له صدراعظمې او د جنوبي کوریا له ولسمشر سره به کتنه کوي.
د جنوبي کوریا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د شمالي کوریا د مشر کيم جونګ اون شخصي پیغام ور وړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د ټرمپ د ادارې چارواکي د شمالي کوریا فعالیت ته متوجه دي.