په داسې حال کې چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ټاکنیزو سرغړونونکو په وړاندې د جدي اقداماتو خبره کوي، د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ يا فیفا بیا په دې برخه کې د دغه کمېسیون ژمنې عملي نه بولي.
د دغه بنسټ اجرائیوي رئیس يوسف رشید د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ټاکنیزو سرغړونکو په وړاندې د عملي اقداماتو لپاره ځانګړو میکانیزمونو او تګلارو ته اړتیا ده.
نوموړي زیاته کړه چې کمېسیون باید له وړاندې د ټاکنیزو سرغړونو د مخنیوي لپاره ځانګړې میکانیزمونه او تګلارې جوړې کړې وای.
رشید زیاته کړه:
"په افرادو باندې موږ نشو کولای چې دا موضوعات وڅېړو، مګر دا چې د هغه لپاره ځانګړي میکانیزمونه جوړ شي، او له پخوا نه شرطونه کېښودل شي، زه فکر کوم چې په اخر کې به د کاندیدانو لګښتونه له هغه حد نه چې کمېسون ټاکلي ډېر زیات وي او دا ژمنې به د کمېسیون د کمزورو کړنو له امله عملي بڼه خپله نه کړي او يوازې د کاغذ پر مخ به پاتې شي."
ښاغلی رشید وايي، دا د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون دنده ده چې د انتخاباتي کمپاینونو پرمهال عدالت او توازن په پام کې ونیسي او هغوی چې له قانون نه سرغړونه کوي ورسره جدي چلند وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د میزان په شپږمه د ولسي جرګې د کمپاین په لومړۍ ورځ د کابل ولایت نه ولسي جرګې ته۵۲ کاندیدان جریمه کړل.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رسنیو د کمېټې مشر رفیع رفیق صدیقي په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې ياد کاندیدان له دېرش زرو افغانیو نه تر سل زرو افغانیو پورې جریمه شوي دي.
نوموړي پر رسنیو هم نیوکه وکړه چې د دوی له غوښتنې سره سره یې ځینې کاندیدان د کمپاین له وخت مخکې ور غوښتي او سرغړونه یې کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې میزان میاشتې په شپږمه نېټه د ولسي جرګې د کاندیدانو کمپاین له غزني پرته د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې پيل او همدې میاشتې تر ۲۵ به دوام وکړي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې د انتخاباتي کمپاینونو په جریان کې د هر کاندید لپاره د لګښت اندازه، له اته لکو افغانیو نه نیولې تر دوه میلیونو او شپږ لکو پورې ټاکل شوې ده.
د کاندیدانو له خوا یو بل ته د مزاحمتونو مخنیوی، د دولتي امکاناتو له کارولو او له سیمه ییزو، ژبنیو، مذهبي او قومي تعصبونو ډډه کول، د عامه نظم نه ګډوډول او د مالي لګښتونو رعایتول، په دې برخه کې د انتخابتو د خپلواک کمېسیون د لایحې عمده موارد دي.
د دغه کمېسیون ویاند او کمشنر سید حفیظ الله هاشمي وايي، که د ولسي جرګې نوماندان له يادو مورادو سرغړونه وکړي له قانوني چلند سره به مخ شي:
"نن يو ځل بیا دوی ته دا اعلان کوو چې سرغړونې مجازات لري، په ورته وخت کې موږ د لګښتونو د معلومولو او کنټرول لپاره لس کسه متخصصین هم ګمارلي دي نو هر څوک چې د قانون نه سرغړونه کوي ښکاره ده چې د قانون سره سم به مجازات کېږي."
دغه لس تنه متخصیصن د انتخاباتو کمېسیون د رسنیو کمېټې نه چې دنده یې انتخاباتي کمپاینو پرمهال د رسنیو نه څارنه ده، جلا کار کوي.
که څه هم د افغانستان د ازادو او عادلانو انتخاباتو بنسټ يا فیفا د ټاکنیزو سرغړونو د مخنیوي په برخه کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون کړنې کمزورې بولي خو د دغه کمېسیون ویاند ډاډ ورکوي چې د ټاکنیزو سرغړونکو سره به هېڅ ډول مراعت و نه شي.
راپور:محمد واصل وصال