د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۴ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۰۵

بهرامي: ځیني ګاونډي هېوادونه د افغانستان پرمختګ نشي زغملی


که څه هم په دې وروستیو کې د ملي شورا ځینې غړي او یوشمېر سیاسي ګوندونه وايي، د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون د هېواد سولې او ثبات ته ګټه نه ده رسولې او ټینګار کوي چې پر دغه تړون دې له سره کتنه وشي؛ خو د افغانستان د دفاع وزیر وايي، ځینې ګاونډي هېوادونه او په هېواد کې د ننه د دوی یوشمېر پلویان د افغانستان پرمختګ نه شي زغملی، له همدې له امله هڅې کوي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون په اړه ذهنیتونه ګډوډ کړي.

طارق شاه بهرامي دا خبره د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې وکړه.

ده وویل، هرڅومره چې افغانستان په سیمه او نړۍ کې ځای نیسي، په هماغه اندازه مخالفین د تروریستي ډلو په ذریعه هڅې کوي چې جنګ په کې تود وساتي.

ده د افغانستان او امریکا د امنیتي تړون په اړه وویل:

"نن موږ ۲۱ امریکايي پرمختللې بلاک هاک الوتکې، په لیزري بمونو سمبالې پي سي ۱۲ او همدارنګه پرمختللي کشفي الوتکې لرو چې تېر کال مو نه لرلې، خو ځیني احساساتي چلند کوي وايي چې بې سې ای، د افغانستان په ګټه نه ده، نو تاسې فکر وکړئ که د کورنیو جنګونو په حالت کې وای او د امریکا په څیرستراتیژیک او مرستندویه پارتنر موله لاسه ورکړی وای، ګاونډیو به پر موږ کوم حالت روا ګڼلي وای."

ښاغلي بهرامي دا هم وویل چې باید له افغانستان سره د امریکا او نړیوالو پر مرستو سترګو پټې نه شي.

په دې ورځ د مشرانو جرګې استجوابیه غونډې ته د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت د عمومي ریاست مرستیال عبدالصبور قانع هم ورغوښتل شوي وه چې له دوی همد هېواد د امنیتي وضعیت په اړه پوښتنې وشوې او دواړو مسؤلین د سولې د ټینګښت لپاره د لا هڅو ژمنې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې مخ په زیاتېدونکو ناامنیو ته په کتو، ځینو سیاسي ګوندونو او حتا د ولسي جرګې یوشمېر غړیو ټینګار کړی چې د هېواد د ناامنیو د زیاتېدو لامل له امریکا سره د امنیتي پلان لاسلیک کول دي او باید بیا کتنه پرې وشي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار د افغانستان او امریکا ترمنځ دامنیتي تړون په اړه خپله اندېښنه داسې بیان کړه:

محمد علم ایزدیار
محمد علم ایزدیار

"له امریکایانو سره د پیمان مسئله چې مهمه ده، د دې لپاره پرې بحث کېږي چې څرنګه خپل هېواد وژغورو، زموږ برداشت دا دی چې یا امریکایان رښتینې همکاري نه کوي او یا داچې حکومت مو دا توانايي نه لري چې امریکایان وغواړي او پوښتنه ترې وکړي، ولې د تړون په اساس مرسته نه کوئ ځکه چې موږ یو ګډ دښمن سره مخ یو، همدا لامل دی چې د دغه تړون بیا کتنه مطرح کېږي."

د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون شاوخوا ۴ کاله مخکې د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو په لومړیو ورځوکې لاسلیک شو.

د پوځي چارو پوهان وايي، د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون د افغانستان او امریکا دواړو په ګټه دی خو په دې شرط چې د موادو په عملي کولو یې د امریکا له خوا پروخت عمل وشي.

د دغو کارپوهانو له ډلې کابل خان تدبیر ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان روان وضعیت او د ګاونډیو ښکاره لاسوهنو ته په پام، امریکا باید د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز چارې چټکې کړي چې له هرې تروریستي ډلې سره مبارزه وکړی شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG