د کورنیو چارو وزارت د سیاسي ګوندونو او له هغه معترضانو چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفترونهیې بند کړي، غواړي چې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د مدني مېکانیزمونو په پام کې نیولو سره مطرح کړي.
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک د سې شنبې په ماښام مزار شریف کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې احزاب او سیاسي ګوندونه باید د یوه مستقل بنسټ کوم چې یوې ملي پروسې ته کار کوي، د فعالیتونو مخه ډب نهکړي.
هغه له متعرضانو وغوښتل چې کولای شي خپلې غوښتنې د مدني مېکانیزمونو په پام کې نیولو او یا هم د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پر فعالیت د تمرکز له لارې مطرح کړي.
ښاغلي برمک وویل:
"تر کومه چې احزابو پورې تړاو لري او یا هم وګړي ناراضي دي، یا د ټاکنو د شفافیت په اړه ورسره اندېښنه موجوده ده، دوی کولای شي چې له مدني مېکانیزمونو څخه استفاده وکړي، دوی دې پر ټاکنو خپل نظارت زیات کړي او د ناظرانو شمېر دې لوړ کړي، دوی دې د ټاکنو د کمېسیون پر کار هم خپل تمرکز ډېر کړي، دا اصولي لارې دي چې د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره وکارول شي."
د کورنیو چارو وزیر دا خبرې داسې مهال مطرح کوي چې څو ورځې وړاندې د لوی ملي ائتلاف پلویانو په څلورو لویو ښارونو کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ولایتي دفترونه بند کړل.
په هرات کې تر هغې وروسته د ټاکنو کمېسیون ساحوي دفتر خپل فعالیت له سره پيل کړ چې پولیسو د احتجاج کوونکو د تیتولو په خاطر، له قهریه ځواک کار واخیست، خو په بلخ کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفتر لا هم د احتجاج کوونکو لهخوا بند دی.
په بلخ کې د یاد کمېسیون مشر فضل احمد حیاتي وايي، سره له دې چې نوموړي د کمېسیون د فعالیت د پيلېدو په خاطر د ولایت مقام له دفتر او د امنیه قوماندانۍ څخه د مرستې غوښتنه کړې، خو دواړه لوري د یادې مسئلې د حل په خاطر بېپامه دي.
ښاغلي حیاتي زیاته کړه:
"په بلخ ولایت کې د ټاکنو د کمېسیون فعالیت بند دی، د امنیه قوماندان سره چې ما خبرې وکړې او ورته مې وویل چې څه مو وکړل؟ هغه راته وویل چې تر اوسه هېڅ خبره نهده حل شوې."
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزیر ویس برمک وايي، که معترضان اجازه ورنهکړي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ساحوي دفترونه خپل فعالیت له سره پيل کړي، نو په وروستۍ هڅه کې به پولیس د ستونزې د حل په خاطر د قانون له مخې نظامي مداخله وکړي.
ښاغلي برمک زیاته کړه:
"طبعاً، په پای کې امنیتي ځواکونه خاصتاً پولیس مجبور دي چې د قانون له مخې د کمېسیون د فعالیت لپاره چې یو مستقل او ملي بنسټ دی، له هغه ملاتړ وکړي، که زموږ له دوستانو سره اندېښنه موجوده وه، بیا پولیس اړ دي چې مداخله وکړي."
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په هېواد کې د ټاکنو د ترسره کېدو په وړاندې اصلي ګواښ امنیت بللی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د ټاکنو د موفقانه ترسره کېدو په خاطر، هر راز مرستې ته چمتو دی.
راپور: مجیبالرحمن حبیبزی