د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۰۴

حیاتي: بلخ کې د انتخاباتو کمېسیون د بیا فعالیت لپاره هېڅ اقدام نه‌دی شوی

په بلخ کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ساحوي دفتر مسؤلان د یاد کمېسیون د فعالیت د بندېدو او د ټاکنو د پروسې د ځنډېدو په اړه اندېښنه ښيي.

د بلخ ولایت د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دفتر مشر فضل احمد حیاتي وايي چې د تېرې اوونۍ د سې شنبې له ورځې راهیسې د لوی ملي ائتلاف پلویانو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دروازه بنده کړې او د یاد کمېسیون کارکوونکو ته د فعالیت اجازه نه‌ورکوي.

ښاغلي حیاتي وویل چې د کمېسیون د بېرته فعالېدو په خاطر یې د بلخ سیمه‎ییزې ادارې او امنیه قوماندانۍ څخه د مرستې غوښتنه کړې، خو تر اوسه په‎دې برخه کې هېڅ عملي اقدامات نه‎دي شوي.

فضل احمد حیاتي زیاته کړه:

"په بلخ کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دروازه لا هم بنده ده، له یوې اوونۍ راپه‎دېخوا دا وضعیت دوام لري. موږ د محلي چارواکو او امنیتي ځواکونو سره ستونزه شریکه کړې، خو تر اوسه مشکل نه‎دی حل شوی."

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند شیر جان دُرانی وايي چې پولیس هڅه کوي، څو رامنځته شوې ستونزه په سوله‎ییز ډول او د مذاکرې له لارې حل کړي.

دُراني ازادي راډیو ته وویل چې د ستونزې په حلېدو سره به کمېسیون ډېر ژر خپل فعالیت له سره پيل کړي.

نوموړی وايي:

"موږ د مذاکرې په حال کې یو او هڅه کوو څو دا ستونزه په مسالمت‌امېزه توګه حل شي او کمېسیون خپل فعالیت بېرته پيل کړي."

په همدې حال کې د بلخ ولایت اوسېدونکي هم وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون فعالیت باید ژر تر ژره بېرته پیل شي، څو د پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو پر وخت ترسره کېدو کې ځنډ رانه‎شي.

دوی زیاتوي چې ځيني سیاسي څېرې او کړۍ په‎دې هڅه کې دي، څو د یوې ملي پروسې پر وړاندې د خنډ په جوړولو سره خپل شخصي ګټې تأمین کړي او د انتخاباتو د ترسره کېدو مخه ډب کړي.

د مزار شریف دوه تنه اوسېدونکي په‎دې نظر دي:

"سُدیس انصاري یم، څو سیاسي څېرې چې چندان مطرح هم نه‎دي هڅه کوي د انتخاباتو د ترسره کېدو مخه ونیسي، دوی د زور په وسیله غواړي دا ملي پروسه له ستونزې سره مخ کړي او خپلې ګټې تأمین کړي."

"خالق عباسي یم، ځیني سیاسي کسان او یو شمېر سیاسي دروغجن بهیرونه د خلکو له نامه په استفادې چې اصلاً د خلکو استازیتوب هم نه‎کوي، غواړي د ټاکنو ملي پروسه تخریب کړي. دوی په همدې دلیل څو اوباشان را ټول کړي او د ټاکنو د کمېسیون دروازه‌یې تړلې ده."

د مزار شریف اوسېدونکي له مرکزي حکومته غواړي چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون استقلالیت په پام کې نیولو سره هېڅ یوه زورواکي او وسله‎والو ته د ټاکنو په بهیر کې د مداخلې اجازه ورنه‎کړي.

دا په‎داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د جمعیت ګوند اجرائیه مشر او د لوی ملي ائتلاف غړي عطا محمد نور اعلان وکړ چې ټاکنو کې د نه‌شفافیت په صورت کې به د ټاکنو د ترسره کېدو مخه ونیسي.

راپور: مجیب‎الرحمن حبیب‎زی

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG