د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۸

د اوبو او برښنا وزارت: سیندونو ته د بهېدونکو اوبو کچه ۶۲ سلنه کمه شوې


د افغانستان د اوبو او برښنا وزارت وايي، په وروستیو کلونو کې د ورښتونو د کمېدو له امله هغه اوبه چې سیندونو ته بهېږي، په سلو کې ۶۲ سلنه کمې شوې دي.

په هېواد کې د اوبو د کمښت او وچکالۍ په تړاو د ولسي جرګې د اندېښو په دوام، د افغانستان د اوبو او برښنا وزارت وايي، د هېواد په پنځو هغو حوزو کې چې سیندونه په‌کې بهېږي، په اوبو کې یې ۶۲ سلنه کموالی راغلی دی.

د دغه وزارت مرستیال خان محمد تکل د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۲۶» د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته وویل چې د ورښتونو د کمښت له امله په تېرو دوو کلونو کې د اوبو کچه په کافي اندازه ښکته شوې ده.

د نوموړي په خبره:

"کوم ارقام چې موږ د تېر کال په لړ کې له ټولو سیندونو راټول کړي دي، دا ښيي چې هغه اوبه چې سیندونو ته لوېږي، په سلو کې ۶۲ سلنه کمې شوي او دا ستونزه په ټولو هغو حوزو کې ده چې سیندونه په‌کې موجود دي."

ښاغلی تکل وايي، د وچکالۍ له کبله د خلکو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د اوبو او برښنا وزارت ځانګړي پلانونه تر لاس لاندې نیولي دي.

د اوبو د کچې ټيټوالی، په ښارونو کې د نفوس زیاتېدل، وچکالي او د بندونو جوړولو ته نه‌پاملرنه هغه عوامل دي چې په اړه‌يې د ځواب ویلو لپاره د کلیو او پراختیا، اوبو او برښنا او د کرنې او مالدارۍ وزارتونو چارواکي ولسي جرګې ته غوښتل شوي وو.

د ولسي جرګې د غړو په خبره، د هېواد ۲۰ ولایتونه له ډلې یې تخار، کندز، بلخ، سرپل، سمنګان، جوزجان، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، نیمروز، زابل، ارزګان، دایکنډي او بامیان له وچکالۍ سره مخ ولایتونه دي.

د دغې جرګې غړې عزیزې جلیس وویل، د وچکالۍ له امله زیاتره څړځایونه وچ شوي او د کلیو خلکو هم ښارونو ته مخه کړې ده.

د ولسي جرګې غړي په داسې حال کې د وچکالۍ او اوبو د کمښت له امله اندېښنه ښيي چې له دې وړاندې پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم ویلي وو چې ۱۳ میلیونه افغانان له وچکالۍ اغېزمن شوي دي.

ښاغلي فهیم اندېښنه ښودلې وه چې روان کال به د وچکالۍ له کبله د اوبو اړتیا زیاته وي.

په ورته وخت کې د کلیو او پراختیا وزیر مجیب‌الرحمن کریمي چې د ولسي جرګې د نن ورځې په استجوابیه غونډه کې یې ګډون درلود، وویل چې دغه وزارت په ياده برخه کې د خلکو ستونزو ته د رسېدنې لپاره يو لړ پروګرامونه پيل کړي دي.

ده زیاته کړه:

"د ۳۸ نیمه ژورو او د ۱۳۶ ژورو څاه ګانو د کېندنې، د اوبو رسونې د ۱۶۴ شبکو د جوړولو او د اوبو د ۱۲ بابه ذخیرو د جوړولو کار دوام لري چې د روان کال تر پایه پورې به بشپړې شي."

ښاغلي کریمي زیاته کړه، په هغو سیمو کې چې د اوبو د کمښت ستونزه موجوده ده، هلته د ټانکرونو په وسیله خلکو ته پاکې اوبه رسول کېږي.

بل‌خوا د کرنې او مالدارۍ وزارت سرپرست حشمت‌الله غفوري وايي چې په ۱۵ هغو ولایتونو کې چې د وچکالۍ له امله ډېر زیانمن شوي، ۲۰ زره ټنه حیواني غذايي مواد په درېیو مرحلو کې وېشل کېږي.

نوموړي دا شان وویل چې ۱۰۶ زره ټنه غنم به هم د دغو ولایتو په خلکو ووېشل شي.

په داسې حال کې چې د يادو وزارتونو چارواکي د اوبو او خوراکي توکو د کمښت په برخه کې د خلکو د ستونزو د هواري خبره کوي، خو د ولسي جرګې يو شمېر غړي بیا وايي چې له دې وړاندې هم چارواکو ورته ژمنې کړي، خو عملي شوي نه‌دي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG