د پاکستان پوځ لوی درستیز له چینایي چارواکو سره د خبرو لپاره پیکېنګ ته تللی.
د پاکستان پوځ ویلي چې د دې هېواد د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه له چینه درې ورځنۍ کتنه د یکشنبې په ورځ پیل کړه.
باجوه د پاکستان تر ټولو جګ پوړی چارواکی دی چې د نوي صدراعظم په توګه د عمران خان د کار له پیلېدو وروسته له خپل نږدې متحد چین څخه کتنه ترسره کوي.
د پوځ ویاند جنرال اصف غفور د یکشنبې په ورځ په یوه ټویټري بیان کې وویل چې د پوځ لوی درستیز به د خپل چینایي ساري په ګډون، له یو شمېر چینایي مشرانو سره لیدنې کتنې ترسره کړي.
د پوځ ویاند د دغو لیدنو کتنو په اړه نور جزئیات نهدي ورکړي، خو د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، باجوه اکثره وختونه د نړۍ له مشرانو سره لیدنې کتنې ترسره کوي او دا ځکه چې د پاکستان پوځ له اندازې زیات په دې د اټمي وسلو لرونکي هېواد کې پر امنیتي چارو کنټرول لري او د بهرني سیاست په اړه سترې پرېکړې هم د پوځ په اشاره کېږي.
د راپور له مخې، د پاکستان پوځ لوی درستیز هیلهمن دی چې په دې سفر کې هغه اندېښنې لیرې کړي چې د پاکستان د سوداګرۍ د وزیر وروستیو څرګندونو په پیکېنګ کې زېږولې دي.
د پاکستان د نوي صدراعظم عمران خان د سوداګرۍ وزیر عبدالرزاق داوود تېره اوونۍ ویلي وو چې په پاکستان کې دې د یوه کال په مخه د چین-پاکستان د اقتصادي دهلېز پروژه وځنډول شي.
دا د چین د یوه کمربند یوې لارې له لويې پروژې د پاکستان برخه ده چې د چین د ورېښمو د لرغونې لارې بیا احیا کول هم پهکې شامل دي.
پیکېنګ د یوه کمربند یوې لارې د پروژې په چوکاټ کې په پاکستان کې د بنسټیزو تأسیساتو په برخه کې د شااوخوا ۶۰ ميلیارده ډالرو پانګونې ژمنه کړې ده.
داوود له فایننشل ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې دغهراز وویل چې د پخواني حکومت لهخوا د چین-پاکستان د اقتصادي دهلېز قرارداد غیرعادلانه ترتیب شوی او هغه له حده زیات د چین په ګټه دی.
ښاغلي داوود وروسته وویل چې د ده دغه څرګندونې له متن څخه ایستل شوي، خو د رښتینولۍ په اړهیې اعتراض نهلري.
د پاکستان د سوداګرۍ د وزیر دغه انتقادي څرګندونې وروسته له هغې خپرېږي چې د چین دولتي قونسلر او د بهرنیو چارو وزیر وانګ ایي له پاکستانه کتنه ترسره کړې او دواړو لورو یو ځل بیا پر دې تأکید کړی و چې د پیکنګ په مرسته دغه پروژه د دواړو هېوادونو ګټې خوندي کوي.
د پاکستان حکومت د تېرې پنجشنبې په ورځ وویل چې غواړي په دې پروژه کې ځینې نورې پروژې هم شاملې شي چې په ټولنه کې له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.
دا هغه اجنډا ده چې د عمران د نوې ادارې له پالېسۍ سره سر خوري.