د ترکیې او روسیې ولسمشران د روسیې په ساحلي ښار سوچي کې سره ګوري او د بحث وړ موضوعیې هم هغه پوځي عملیات دي چې د بشار الاسد رژیمیې د سوریې په ادلب باندې چې د مخالفینو تر کنټرول لاندې یوازنۍ لویه سیمه ده ترسره کوي.
پر ادلب د سوریې د رژیم د بریدونو د مخنیوي په خاطر د ترکیې، روسیې او ایران د ولسمشرانو د لس ورځې مخکې سرمشریزه کومې هوکړې ته ونهرسېده.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ګواښ کړی چې دا حمله به د ډېرو وینې تویې کړي.
مسکو او تهران د سوریې په اووه نیم کلنه کورنۍ جګړه کې د بشار الاسد د رژیم ملاتړ کړی او تر اوسهیې د سقوط مخه نیولې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تېره جمعه په برلین کې وویل چې روسیه به د اړتیا په وخت په ادلب کې د ملیشهوو په اهدافو بمبار وکړي، خو د ملکیانو د وتلو لپاره به د بشري مرستو لار هم پرانیزي.
د سوچي د نننۍ سرمشریزې بل لوری ترکیه بیا په سوریه کې له مخالفو ډلو ملاتړ کوي او د دغه هېواد په شمال کې یې خپل پوځیان هم ځای پر ځای کړي.
ترکیه په دې وېره کې هم ده چې په ادلب کې پراخ عملیات به د دې لامل شي چې ګڼ کډوال لنډ ترکیې ته ورواوړي.
اوس وخت څه باندې درې میلیونه سوري کډوال په ترکیه کې اوسېږي.
ترکیه، روسیه او ایران چې د سوریې د جګړې له مختلفو خوواو ملاتړ کوي، د سوریې د سولې هڅې یې له تېر کاله د استانه د پروسې په نوم پیل کړي او وايي چې په سوریه کې د جګړې د بندولو او د سولې د ټینګښت په لټه کې دي.
خو اخوا د ملګرو ملتونو سازمان بیا په ژینو کې جلا هڅې پیل کړي او عمدتاً سیاسي مسایل څېړي.
د سوریې د مسایلو یو شنونکی عبدالوهاب عاصي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د ترکیې او روسیې مشران ښايي پر دې خبرې سلا شي چې په ادلب کې د مخالفینو تر ټولو قوي ډله حیات تحریر شام چې ویل کېږي له القاعده سره اړیکه لري وځپي.
د ترکیې یو پوځي کارپوه متین ګورچان بیا وایي، که روسیه او سوریه له ترکیې سره موافقې ته ونهرسېږي، ښايي پر ادلب د هغوی عملیات نتیجه ورنهکړي او څو میاشتې جاري وي.
د ملګرو ملتونو سازمان او امریکا ګواښ کړی چې د ادلب په برید سره به لکونه کسان ووژل شي او ګڼ خلک به له دې سیمې چې درې میلیونه کسان پهکې اوسېږي، بېځایه شي.
ملګري ملتونه تر ۲۰۱۶ میلادي کاله په سوریه کې د وژل شویو کسانو شمېر څلور لکه یادوي، خو د سوریې د بشري حقونو د څار لندن مېشته ډله بیا وايي چې تر ۲۰۱۸ میلادي کاله پورې څه باندې پنځه لکه کسان وژل شوي او اووه میلیونه نور بېکوره شوي.
راپور: صفيالله ستانکزی