د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

روسیه، ایران او ترکیه د سوریې د جګړې د پای ته رسېدو پر لارو چارو غږېږي


روسیه، ایران او ترکیه چې د سوریې په کورنۍ جګړه کې د مختلفو لورو ملاتړ کوي، نن دوشنبه د روسیې د سوچي په تفریحي ښارګوټي کې د دغې جګړې د پای ته رسېدو پر لارو چارو خبرې کوي.

د روسیې د تورې بحیرې په غاړه د سوچي په تفریحي ښارګوټي کې به د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په وینا د روسیې په استازیتوب د سوریې لپاره د کرملېن ځانګړی استازی الکساندر لاورینتییف، د ایران د پلاوي مشري، د دې هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حسین انصاري او د ترکیې استازیتوب هم د دې هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سیدات اونال کوي.

د روسیې د دولتي خبري اژانس تاس د راپور له مخې په دغې دوه ورځنۍ غونډه کې به استازي د سوریې د اساسي قانون د یوې کمېټې د جوړولو، په سوریه کې د رامنځته شویو امن سیمو او د بشري موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

روسیې، ایران او ترکیې چې د سوریې د سولې په اړه څو ځلي خبرې په قزاقستان کې ترسره کړي، دا ځل یې د سوچي ښار د خبرو لپاره غوره کړی دی.

استانه کې د سوریې په اړه غونډه
استانه کې د سوریې په اړه غونډه

د تاس د راپور له مخې په دغو خبرو کې به د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی سټیفن دي میستورا او د اردن استازي د څارونکو په توګه ګډون وکړي او زیاتوي چې امریکا ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو امریکایي چارواکو په هغې کې له ګډونه ډډه کړې ده.

ترکیه، ایران او سوریه چې د سوریې په کورنۍ جګړه کې د مختلفو لورو ملاتړ کوي، له تېر کال راهیسې یې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د دغو خبرو پروسه پیل کړې چې اصلي هدف‌یې د اوربند او د امن سیمو د رامنځته کېدو په ګډون د جګړې د ډګر پر مسایلو تمرکز دی.

دغه خبرې پر هغو چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ په جینوا کې ترسره کېږي او تر ډېره پر سیاسي مسایلو متمرکزې دي، علاوه پر مخ بیول کېږي.

په سوچي کې دغه غونډه په‎داسې حال کې جوړېږي چې ترکیې د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په پام کې لري له فرانسې، جرمني او روسیې سره یوه سرمشرېزه د سیپټمبر د میاشتې په لومړیو کې جوړه کړي.

په‎دې سرمشریزه کې به د سوریې د کورنۍ جګړې او نورو سیمه‎ییزو مسایلو په اړه خبرې وشي.

په هغه بیان کې چې ترکي رسینو خپور کړی، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې دغه غونډه به د سپټمبر په اوومه نېټه په استانبول کې جوړه شي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

اردوغان د دغې غونډې د اجنډا په اړه نور جزئیات نه‎دي ورکړي، خو د ترکیې د حُریت ورځپاڼې د راپور له مخې هغه ویلي چې ترکیه به له دغې غونډې علاوه له روسیې سره د سوریې په اړه خبرو ته دوام ورکړي.

تر اوسه مسکو، پاریس او برلین په استانبول کې دغه کېدونکې سرمشریزه نه‎ده تأیید کړې.

روسیه د ایران تر څنګ د سوریې په اووه کلنه کورنۍ جګړه کې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد کلک ملاتړ کړی.

ترکیه بیا د هغو وسله‎والو ډلو ملاتړ کوي چې د اسد د رژیم په وړاندې جنګېږي.

د امریکا متحده ایالات، فرانسه او جرمني هم د هغو یاغي ډلو ملاتړ کړی چې ترکی‌هیې ملاتړ نه‌کوي.

XS
SM
MD
LG