د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۶

اردوغان: د بندیز لګولو ګواښ به ترکيه له خپلې پرېکړې تر شا نه کړي


د ترکيي ولسمشر وايي، د بندیزونو لګولو ګواښ به ترکيه له خپلو پرېګړو او اقداماتو په شا نه کړي.

د ترکيي ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، د بندیزونو په ګواښ سره يې هېواد له خپلو پرېکړو نه په شا کېږي.

نوموړي دا څرګندونې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د وروستي خبرداري په عکس العمل کې کړې دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

ولسمشر ټرمپ تېره اوونۍ ترکيې ته خبرداری ورکړ چې په دې هېواد کې زنداني امریکايي پادري اندري برانسن خوشې کړي، کنه سخت بندیزونه به پرې ولګوي.

د ترکيي حریت ورځپاڼې نن د ولسمشر اردوغان په حواله ویلي دي چې که امریکا خپل چلند بدل نه کړي، نو د ترکيې په شان قوي او رښتینی شریک به له لاسه ورکړي.

اردوغان چې په جنوبي افریقا کې يې دا څرګندونې کولې، خبریالانو ته وویل چې د چلند بدلول د ټرمپ ستونزه ده، دده نه.

رجب طیب اردوغان د امریکا د ولسمشر له خوا پر ترکيي د بندیزونو لګولو ګواښ یوه رواني جګړه بللې ده.

د واشنګټن او انقرې ترمنځ اړیکو کې وروسته تر هغې کړکېچ پورته شو چې ترکي ځواکونو امریکايي پادري اندري برانسن چې په ازمیر ښار کې د یوې کلیسا مسؤل دی، د ترورېستي فعالیتونو په تور زنداني کړ.

برانسن چې له تېرې دوه کلونو راهیسې په زندان کې و، د تېرې اوونۍ د چهار شنبې په ورځ له بندي خانې وویستل شو او دا مهال په کور کې نظر بند دی.

د ترکيي ولسمشر اردوغان په تېره سپټمبر میاشت کې امریکا ته پېشنهاد وکړ چې که واشنګټن ورته د انقرې سیاسي مخالف فتح الله ګولین وسپاري، نو ترکیه به زنداني برانسن ازاد کړي.

متحده ایالاتو د اردوغان دا غوښتنه رد کړه.

د سوريې له کرد وسله والو د متحده ایالاتو ملاتړ او په امریکا کې د ترکيي د سیاسي مخالف فتح الله ګولین موجودیت د واشنګټن او انقرې ترمنځ په اړیکو کې د بحران ستر لاملونه بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG