د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۵ لړم ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۳۹

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وايي له روسې سره پر ادلب د حملې په اړه جدي خبرې کوي


په داسې حال کې چې د سوریې حکومت له ادلب ولایت څخه د حکومت ضد وسله والو مخالفینو د ایستلو په مقصد د پراخو پوځي عملیاتو پلان اعلان کړی د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس «Heiko Maas» وايي چې له خپل روس سیال سره په کتنه کې به هغه ته خبرداری ورکړي چې د سوریې او روسیې د ځواکونو له خوا په ادلب کې د پوځي عملیاتو پیل به په دې ولایت کې د یوې بشري فاجعې باعث شي.

ټاکل شوې چې ماس او سیرګي لاوروف نن د ورځې په دوام کې په برلین کې سره وګوري.

ماس د جرمني له خبري اژانس «DPA» سره په خپله نننۍ مرکه کې وویل چې د دوی خبرې به په ادلب کې چې ۳ میلیونه وګړي پکې دیره دي د یوې بشري فاجعې د مخنیوي په اړه متمرکزې وي.

روسیې او ایران د سوریې په اوه کلنه کورنۍ جګړه کې د ولسمشر بشار اسد د حکومت ټینګ ملاتړ کړی.

ملګرو ملتونو اټکل کړی چې که په ادلب کې پراخ پوځي عملیات پیل شي نو تر ۹۰۰ زرو پورې خلک ښايي له دې سیمې وتلو ته اړ شي.

ماس وویل چې روسیه په دې مسئله کې خورا مهم رول لري او دی به له لاوروف سره په دې اړه واضحې خبرې وکړي.

د جرمني او روسیې د بهرنیو چارو وزیران په داسې حال کې سره ګوري چې د لوېدیځو هېوادونو او روسیې په اړیکو کې کړکېچ د سوریې او اوکراین په جګړو کې د مسکو د ونډې په ګډون د څو نړیوالو کړکېچونو پرسر پرځای پاتې دی خو لاوروف وویل چې له جرمني سره د اړیکو د ښیګڼې امکانات شته.

ښاغلي لاوروف برلین ته له روانېدو مخکې په یوه مرکه کې وویل چې د ده په نظر د روسیې او جرمني اړیکي کړکېچن نه دي.

سرګي لاوروف
سرګي لاوروف

هغه زیاته کړه چې ځینې وخت سیاسي اختلافونه د هېوادونو په دوه اړخیزو اړیکو کې ستونزې رامنځ ته کوي په داسې حال کې چې تاریخي، کلتوري، ټولنیز او اقتصادي ګډون د دواړو هېوادونو د خلکو ترمینځ داسې یو اساس رامنځ ته کړی چې راتلونکې یې ډېره ښه اټکل کېدای شي.

لاوروف وویل، لوېدیځو حکومتونو په تېرو څو کلونو کې د روسیې د کلابندولو هڅه کړې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همداراز یادونه وکړه چې مسکو له متحدایالاتو سره د اړیکو ښه کولو ته چمتو دی، خو د ده په وینا په واشنګټن کې له روسیې څخه وېرې تل د اړیکو د ښه کولو د هڅو په وړاندې خنډ رامنځ ته کړی.

لاوروف وویل چې روسیه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ هغو څرګندونو ته په جدي نظر ګوري چې وايي له روسیې سره د اړیکو ښه کولو ته لېوال دی.

XS
SM
MD
LG