د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

لویه څارنوالي: د جعلي تذکرو په اړه جدي څېړنې پيل شوي


پر سل زرو جعلي تذکرو د سټېکرونو د لګولو د قضیې د څېړلو لپاره، د جمهور رئیس محمد اشرف غني د حکم په اساس د ګمارل شوي پلاوي د ټآکلو په اړه لویه څارنوالي وايي، دغه پلاوي خپل کارونه په جدي توګه پیل کړي او په دې اړه یې عدلیې وزارت او و لسي جرګې ته مکتوبونه لېږلي دي.

د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه پلاوي عدلیې وزارت او ولسي جرګې ته مکتوبونه لېږلي چې د موضوع جزئیات له ګوندونو،سیاسي جریانونو او د ولسي جرګې له غړیو سره شریک کړي چې که په دې اړه څه اسناد او شواهد ولري له دغې پلاوي سره دې شریک کړي.

نوموړي زیاته کړه:

جمشید رسولي
جمشید رسولي

"پلاوي خپل کار له څو ورځو راهیسې پیل کړی دی، دغه پلاوي عدلیې وزارت او ولسي جرګې ته مکتوبونه استولي چې وکیلانو ته یې ورسوي، که په دې اړه له دوی سره اسناد او شواهد و اوسي، همکاري دې وکړي، همدارنګه په دې برخه کې یو لړ نورکارونه هم شوي، چې د جعلي تذکرو عاملین او د درغلیو ځانګړتیا وې په کې شاملي دي."

ښاغلی رسولي وايي، د عمومي تذکرو د شمېر تثبیت، د تذکرو په اړه د ادعا شکایتونو ته رسیدګي، د جعلي تذکرو د عاملینو پېژندنه او عدلي ارګانونو ته د دوی معرفي کول، د ګمارل شوي پلاوي عمده کارونه دي.

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا دوه اوونۍ مخکې د افغانستان لوی ملي ایتلاف کابو یو لک جعلي تذکرې چې سټېکرونه پرې لګېدلی و، رسنیو ته وښودل.

له دې وروسته جمهوری ریاست د دغې ستونزې د حل لپاره د لويې څارنوالۍ، امنیتي ارګانونو، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون، د احصايې د مرکزي ادارې او د نفوسو د احوال ثبتولو د ادارې په ګډون یو پلاوی وګماره.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان ازادي راډیو ته وویل، تراوسه ورته د لویې څارنوالۍ لخوا کوم مکتوب نه دی رسېدلی.

د عدليې وزارت اداري مرستیال سید محمد هاشمي ازادي راډیو ته وویل، دغه مکتوبونه به راتلونکې اوونۍ ور واستوي:

"د لوی څارنوالۍ لخوا د جعلي تذکرو په اړه مکتوب، ورغلی البته دوه مکتوبونه، یو یې څو ورځې مخکې او دوهم مکتوب د چهارشنبې په ورځ ور ورسېد. موږ د انسجام څانګې ته راجع کړ او انسجام هم ګوندونو ته مکتوب ولیکه، ان شاءالله په راتلونکي اوونۍ کې ورسېږي."

د ا فغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ رئیس محمد نعیم ایوب زاده وايي، ترهغې چې ګمارل شوی پلاوی خپلې څېړنې په بې پریتوب ترسره نه کړي، د انتخاباتو شفافیت به ترپوښتنې لاندې وي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG