د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رأیې ورکوونکو د ۷۸ زرو تکراري تذکرو خبره کوي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د څلورنیم میلیونو کسانو له ډلې چې مشخصات یې په ډيتابیسټ کې ثبت شوي، ۷۸ زره تذکرې تکراري پېژندل شوي دي.
د دغه کمېسیون ویاند او کمیشنر سید حفیظ الله هاشمي د شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د ډيټابیسټ په وسيله څېړنې به د روانې میلادي میاشتې تر پایه دوام ومومي او د څېړنو تر ختمېدو وروسته به، له سرغړوونکو سره قانوني چلند وشي.
ښاغلی هاشمي وايي، دغه ۷۸ زره تکراري تذکرې د رأیې ورکوونکو له لېسته لېرې شوې دي.
دی زیاتوي:
"په لومړي سر کې دغه کسان له لېسته لېرې کېږي او په هېڅ صورت انتخاباتو کې رأیه نشي ورکولی او دوهمه مسئله داده چې کومو کسانو د قانون خلاف عمل ترسره کړی، ورسره به قانوني چلند وشي، دا مسئله جرم او تقلب دی، کله چې مونږ لېست اعلانوو، نو ټول جعلي او ناقص موارد به یوځای اعلانېږي."
د ښاغلي هاشمي په خبره، د نهو میلیونو کسانو له ډلې چې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره یې نوم لیکنه کړې، تراوسه د څلورنیم میلینونو کسانو مشخصات د کمېسیون په ډيټابیست کې ثبت شوي دي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، له دغه سیسټمه په ګټې اخیستنې به، د نهو میلیونو راجستر شویو رأیو ورکوونکو نیمګړتیاوې وپېژندل شي.
دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د افغانستان لوی ملي ائتلاف تېره اوونۍ نېږدې یو لک هغه جعلي تذکرې چې پرې انتخاباتي سټیکرونه لګیلېدلي وو، له رسنیو سره شریکې کړې.
له هغه وروسته د افغانستان جمهوري ریاست بیا د دغې ستونزې د هواري لپاره یو پلاوی وګماره چې د پلاوي په تشکیل کې امنیتي ادارې، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او د نفوسو د احوال د ثبت اداره شامله دي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي چې د دغه پلاوي لومړنۍ غونډه شوې او کار په چټکۍ سره پر مخ ځي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د نفوسو د احوالو د ثبت د مرکزي ادارې نظر هم واخلو، خو له پرله پسې اړيکو سره سره بریالي نشو.
په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ یا ټيفا اجرائیوي مشر یوسف رشید ازادي راډيو ته وویل چې د انتخاباتو نېټې ته په پام سره باید کمېسیون د خپلو څېړنو بهیر چټک کړي.
نوموړي وویل:
"د انتخاباتو د ترسره کېدو نېټه له دوو لویو ننګونو سره مخ ده، لومړی دا چې که چېري د انتخاباتو د خونديتوب لپاره هڅې منسجمې نشي او د انتخاباتو سیستم ته د اعتبار بښلو لپاره کار ونه شي، ممکن د انتخاباتو د ترسره کېدو نېټه له ګواښ سره مخ شي، دوهمه دا چې ممکن کارونه په چټکۍ مخته ولاړ شي، خو له کیفیت پرته، چې په دې صورت کې به له انتخاباتو وروسته یو بحراني حالت ولرو."
ښاغلی رشید وايي، د دې پروسې د شفافیت لپاره د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د نفوسو د احوالو د ثبت اداره باید د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې د پروسې د شفافیت او د فساد د عواملو د پېژندنې په هدف، په ګډه کار وکړي، ترڅو د ولسي جرګې انتخابات په خپل وخت او په شفاف ډول ترسره شي.
ټاکل شوې چې د ولسي جرګې انتخابات د روان لمریز کال د میزان په ۲۸ مه ترسره شي.
راپور: ناجیه ساپۍ