د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۱

د انتخاباتو کمېسیون: د جعلي تذکرو په اړه څېړنې تر دوو اونیو بشپړېږي


په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخاباتو ته نېږدې څلوېښت ورځې پاتې دي د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون وايي، پر جعلي تذکرو د سټېکرونو د لګېدو په اړه د ادعا ګانو د ارزونې د کمېټې، څېړنې جریان لري چې تر راتلونکو دوو اونیو پورې به پای ته ورسېږي.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات د چهارشنبې په ورځ که څه هم د ازادي راډيو دې پوښتنې ته چې که پر جعلي تذکرو د اصلي سټېکرونو لګېدل رښتیا وي، په اړه به یې څه پرېکړه وشي څه ونه ویل، خو ټینګار یې وکړ چې د دغې کمېټې کارونه به پر هغو پروګرامونو چې وخت ورته ټاکل شوی هېڅ اغېز ونه کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"څرنګه چې په جریان کې یاست، دغه کمېټه د حکومت لخوا ټاکل شوې، کار یې ادامه لري او نتایج به یې تر راتلونکو دوو اونیو پورې له رسنیو سره شریک شي."

کله چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د سیاسي ګوندونو د انتخاباتو د نظام بدلول او د رایو ورکوونکو د نوم ثبتولو د لړۍ باطلېدل ناممکن وګڼل، یادو ګوندونو او سیاسي جریانونو مدني اعتراضونه پیل کړل.

دغو ګوندونو او سیاسي جریانونو د اعتراضونو په لړ کې شااوخوا یو لکو جعلي تذکرې چې اصلي سټېکرونه پرې لګېدلی و، افشاء کړل چې سخت غبرګونونه یې راوپارول.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دغو جعلکاریو تور پر ځینو ګوندونو او سیاسي جریانونو ولګاوه او د وګړو د احوال ثبتولو مرکزي ادارې د دغې افشاء ګرۍ په غبرګون کې وویل، دغه تذکرې جعلي دي او حقوقي اعتبار نه لري.

په ورته وخت کې ولسمشرۍ ماڼۍ یو پلاوی وګماره چې د ستونزې واقعیت ومومي.

دغه پلاوی چې له امنیتي ارګانونو، د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون، د احصايې د مرکزي ادارې او د وګړو د احوال ثبتولو له مرکزي ادارې نه جوړ شوی، تراوسه په دې تړاو خپلې ارزونې پای ته نه دي رسولي.

اوس د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ټینګار کوي چې هېڅ ډول هڅه به د ولسي جرګې د انتخاباتو بهیر ګډوډ نه کړي او د ګمارل شوي پلاوي له ارزونو وروسته به هغه کسان چې جعل او تزویر يې کړی عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

اوس له یوې خوا په انتخاباتو کې درغلۍ او له بلې خوا د دغې پروسې د تخریبولو کولو لپاره د ګوندونو هڅې، د انتخاباتو د څارونکو ته اندېښنې پیدا کړي او داهم وايي چې د کمېسیون په کارونو کې به ګمارل شوې کمېټه موثریت و نه‌لري.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ رئیس محمد نعیم ایوب زاده په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

محمد نعیم ایوب‌زاده
محمد نعیم ایوب‌زاده

"د کمېټې کار نه شي کولی چې خلکو او ګوندونو ته قناعت بخښونکي وي، دا کمېټه د احزابو د تفاهم لپاره زمینه جوړونکې ده، خو ترکومه چې لیدل کېږي، ګوندونه تر ډېره حده د خپلو غوښتنو په منلو تاکید کوي، له دې امله په خواشينۍ سره چې ستونزې پرځای پاتې دي او موږ پر دغه وضعیت اندېښمن یو."

ښاغلی ایوب زاده وايي، که دغو ستونزو ته چې انتخاباتو د کمېسیون مخې ته پرتې دي پام ونه شي، دغه بهیر به د بحران خواته لاړ او بیا نو د شفافو انتخاباتو ادعا نه شي کېدای.

راپور:خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG