د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳۰ وږی ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۵۱

غني: سیمه ییزې هڅې روانې دي چې د افغانستان او نړۍ ترمنځ اړیکې پرېکړي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ملي یووالي حکومت وتوانېده چې افغانستان له انزوا بهر کړي او باید د دې هېواد د بیا منزوي کېدو هڅې ونه شي.

ښاغلي غني د پنجشنبې په ورځ په ارګ کې د شهید اوونۍ د لمانځنې په یوه غونډه کې وویل له طرحې پرته احساساتي اقدامات ګټه نه لري او د بربادۍ لامل ګرځي.

که څه هم ښاغلي غني د کوم شخص یا ډلې نوم وانه خیست خو ویې ویل چې یو شمېر هڅه کوي چې د افغانستان او نړۍ اړیکې پرې کړي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"ایا د ملت انتخاب دادی چې انزوا ته لاړشو او ایا پوهیږېئ چې په تېرو څلورو کلونو کې له انزوا څخه د افغانستان را ویستل د ملي وحدت د حکومت ویاړ او لاس ته راوړنه وه؟ په سیمه کې یو شمېر غواړي چې د افغانستان او نړیوالو اړیکې له منځه یوسی، هغه څه چې په عقل او قربانۍ ترلاسه شوي ولې د احساساتو له لاسه له منځه ولاړ شي."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د پخواني افغان حکومت یو شمېر چارواکو، د سیاسي احزابو مشرانو، سیاسي جریانونو او سیاستوالو د صبغت الله مجددي په کور کې له امریکا سره په لاسلیک شوي امنیتي سند، د سولې په پروسې او په انتخاباتي مسایلو بحثونه کړي دي.

په دې ناسته کې پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان او متحده ایالاتو ترمنځ د لاسلیک شوي امنیتي او دفاعي سند د بیا څېړلو وړاندیز کړی او د ښاغلي مجددي په ګډون د ګډون والو له خوا تاييد شوی دی.

له دې سره هم مهاله د افغانستان ولسي جرګې د چهارشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې چې د ریاست دنده يې د دې جرګې دویم مرستیال همایون همایون پر غاړه وه د هېواد د وروستۍ ناامنۍ وضعې په غبرګون کې پرېکړه وکړه چې د افغانستان او امریکا ترمنځ لاسلیک شوی امنیتي او دفاعي سند باید بیا وڅېړل شي.

ښاغلي همایون وویل چې دغه سند د افغانستان د امنیت د ټینګښت په برخه کې ګټور نه دی واقع شوی.

خو د دې جرګې د دفاعي کمېسیون یو شمېر غړي د ولسي جرګې د تېرې ورځې پرېکړه احساساتي او ناسمه بولي.

د دې کمېسیون غړي خالد پښتون د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د رایې پر وخت د ولسي جرګې نصاب پوره نه وو:

خالد پښتون
خالد پښتون

"هغه پرېکړه چې ولسي جرګې د امنیتي سند په اړه وکړه په بشپړ ډول احساساتي وه، او بله دا چې تېره ورځ د جرګې نصاب ۱۰۴ تنه وو، زیات شمېر وکیلانو انتقاد وکړ او ویلي دي چې دا یوه بې معنی رایه اچونه وه، په اوسنیو حالاتو کې د نړیوالې ټولنې مرسته ډېره اړینه ده او له دې غیر بقا نه شو کولای."

په ورته وخت کې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ولسي جرګې دغه پرېکړه د خلکو په غوښتنه نه بلکې د حزبي او شخصي ګټو پر اساس شوې ده.

له دې وړاندې د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي دغه سند د افغانستان په ګټه بللی او ویلي دي چې له افغان امنیتي ځواکونو سره مرستې د همدې سند له مخې کېږي.

په همدې حال کې د امنیتي چارو کارپوه اجمل سیاس وايي چې د افغانستان اوسنیو حالاتو ته په کتو په بېلا بېلو برخو کې د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د متحده ایالاتو ملاتړ ته اړتیا ده.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG