د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر راتګ او د کونړ د اوسېدونکو غوښتنې


د کونړ اوسیدونکي د افغان حکومت له مشرانو غواړي چې د پاکستان بهرنیو چارو وزیرشاه محمود قریشي چې راتلونکې اوونۍ کې کابل ته راځي، باید ورته ټول هغه اسناد او شواهد مخې ته کېږدي چې د پاکستان تېرو حکومتونو او د هغه هېواد استخباراتې ادارې او پوځ د افغان وژنې جنګ تود ساتلی.

د دې ترڅنګ د پاکستان پوځ د کونړ په څېر د ډیورند پر کرښه په پرتو ولایتونو توغندیزو بریدونو ته دوام ورکړی چې له امله يې په سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او په زرګونه کورنۍ خپلو مېنو پریښودو ته اړ شوي دي.

د کونړ دوه تنو اوسیدونکو د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"روف یم؛ د اسعداباد اوسیدونکی، دا چې د پاکستان د بهرنیو چارو راتلونکې اوونۍ کابل ته راځي، د ټولو افغانانو یوازینۍ هیله د جنګ ختمول او سوله راتلل دي. پر دې ټوله نړۍ پوهېږي چې افغانستان کې روان جنګ له کوم ځايه رهبري کېږي. نو ټول هغه اسناد او شواهد چې افغان حکومت يې لري، باید ورته مخې ته کېږدي، څو په افغانستان کې روان جنګ او بدبختي پای ته ورسېږي.

-محمد اصف یم، زموږ هیله دا ده چې افغان دولت باید د تېر په څېر یوازې د شواهدو په وړاندې کولو بسیا ونه‎کړي، بلکې د شواهدو ترڅنګ ترې عمل غوښتنه هم وکړي. پر کونړ هغوی له تېرو څو کلونو توپچي بریدونه کوي، خو بریدونه نه تأییدوي، حال دا چې ټولو خلکو او دلته پرتو نړیوالو ته معلومه ده."

کونړیان وايي، افغان او پاکستانیو چارواکو له‎دې وړاندې هم په لسګونه ځل کابل او اسلام‎اباد ته سفرونه کړي، پاکستان هر ځل ژمنه کړې چې په راتلونکي کې به د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس‎وهنه نه‎کوي او همدا راز به په افغانستان کې د روان جنګ ختمولو او سولې راوستلو کې مرسته کوي، خو له هرې ژمنې وروسته جنګ ګرم شوی او لاس‎وهنې زیاتې شوي دي.

دوی زیاتوي په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو ۱۷ کاله پوره کېږي، خو د دوی په شتون کې هم د جګړې د کمېدو پر ځای د هرې ورځې په تېرېدو افغان وژنه، جنګ او جنګي ډلې زیاتېږي.

مدني فعال محمد شعیب غروال یې په اړه وايي:

"دا تقریباً ۱۷ کاله کېږي چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې پراته دي، خو تر اوسه زموږ درد ته درمل نه‎شول. ورځ په ورځ جنګ زیاتېږي، نوی کېږي او په‎کې نوې جنګې ډلې پیدا کېږي. افغانان اوس دا اندېښنه لري چې کېدای شي له افغانستانه سوریه جوړه شي او دلته هم روسیه او امریکا سره جنګ پیل کړي."

د کونړ اوسیدونکې په‎داسې حال کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د امنیت د خرابوالي، د پاکستان د لاس‎وهنو او د نړیوالو ځواکونو پر بې ظرفۍ او چوپتیا انتقاد کوي چې د چهارشنبې په ورځ ولسي جرګې هم د امریکا متحده ایالاتو سره پر شوي امنیتي تړون د بیاغورکولو پریکړه کړې ده.

راپور : روح الله انوري – کونړ

XS
SM
MD
LG