د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۵۹

د څرخي پله د زندانیانو د وضعیت په اړه د بشري حقونو د کمېسیون اندېښنې

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د افغانستان په زندانونو په ځانګړي ډول د څرخي پله زندان کې د بشري حقونو له سرغړونو اندېښنه څرګندوي.

د دغه کمېسیون ویاند بلال صدیقي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دغه زندان کې له یو شمېر بندیانو سره، له بشري حقونو نه د سرغړونو، د لازمو روغتیايي خدمتونو نه وړاندې کولو، په خوړو کې ستونزې او د برخلیک نه روښانه کېدو په تړاو ډېرې ستونزې موجودې دي:

بلال صدیقي
بلال صدیقي

"په ټوله کې د افغانستان د زندانونو وضعیت د قناعت وړ نه دی، په دې اړه اندېښنې موجودې دي چې د بندیانو له حقونو نه سرغړونه کېږي، د پنجشنبې په ورځ د فزیکي چلند په تړاو موږ اندېښمن یو او دغه پېښه کې د بندیانو حقوق تر پښو لاندې شوي چې دا د قانون خلاف عمل دی."

د نوموړي په وینا،د دغو ستونزو ترڅنګ په زندانونو کې ګڼه ګوڼه، د معیاري تعمیرونو نشتون او فساد نورې هغه ستونزې دي چې بندیان ورسره مخ دي.

د څرخي پله زندان نېږدې پنځه زرو کسانو ته جوړ شوی، خو د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې دا مهال په دغه زندان کې نېږدې ۱۱۵۰۰ بندیان ساتل کېږي.

دوی له افغان دولت نه غواړي چې د بندیانو ستونزو ته جدي رسیده ګي وکړي.

د زاندانونو په ځانګړې توګه د څرخي پله د بندیانو د ستونزو په اړه دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د تېري پنجشنبې په ورځ د زندان د یوشمېر ساتونکو او بندیانو ترمنځ شخړه رامنځته وشوه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه شخړه وروسته له هغې شوه چې دوی غوښتل ۷۴ تنه بندیان چې له تروریستي او جنایت کارو ډلو سره په اړېکه کې وه بګرام زندان ته انتقال کړي.

د کورنیو چارو وزارت د توقیف خونو او محابسو عمومي ریاست وايي، اوس مهال په څرخي پله زندان کې وضعیت عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

د یادونې ده چې مخکې تر دې د څرخي پله زندان یوشمېر بندیانو د بېلابېلو دلایلو په ځانګړي ډول د ولسمشر د بخښني په فرمانونو کې د شفافیت د نه شتون له امله د نه خوړلو اعتصابونه کړی او حتا یوشمېر یې خولې هم ګنډلې وې.

خو د کورنیو چارو وزارت د توقیف خونو او محابسو عمومي رئیس عبدالعلیم کوهستاني بیا په زندان کې د بشري حقونو د سرغړونو خبره ردوي او ټينګار کوي چې د دوی خپل منسوبینو ته په کراتو دا ویلي چې د بندیانو حقونو ته به رسیده ګي کوي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د بشري حقونو کمېسیون وايي، په څرخي پله زندان کې اصلاً د بشر د حقوقونو په نوم کوم څه نشته.

د دغه کمېسیون مرستیالې مسعودې کروخي ازادي راډيو ته وویل چې په دغه زندان کې قانون نه پلي کېږي:

"موږ د څرخي پله د زندان وضعdت له نېږدې څارو، د زندان خونونو ته په کتو په ډېر شمېر زندانیان پکي ژوند کوي، اصلاً په زندان کې د بشري حقونو په نامه څه نشته."

د مېرمن کروخي په وینا، هغه ناروغان چې د درملنې وړ نه دي باید د قانون له مخې خپلو کورنیو ته وسپارل شي او ورته رسیده ګي وشي.

د نوموړي په وینا، په دې وروستیو کې اتیا سلنه صعب العلاج بندي ناروغان په دغه زدندان کې مړه شوي دي.

راپور ناجیه ساپۍ

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG