د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

د څرخي پله په زندان کې د بندیانو اعتصاب شپږمې ورځې ته وغځېده


ارشیف
ارشیف

کابل کې د څرخي پله په زندان کې د بندیانو اعتصاب شپږمې ورځې ته وغځېده.

د څرخي پله د زندان یو شمېر بندیان چې د نه خوړو اعتصاب يې پیل کړی وايي؛ له کلونو راهیسې د ولسمشر د بخښنې له فرمانونو بې برخي دي او د سزا د کمولو په فرمانونو کې هم پام نه ورته کېږي.

دغه اعتصاب کوونکي چې خپل شمېر زرګونه تنه ښيې دوو تنو يې د جمعې په ورځ د څرخي پله له زندانه د ټیلیفون پر لیکه ازادي راډيو ته وویل:

"زما نوم تورجان دی، د څرخي پله د زندان له څلورم بلاکه خبرې کوم، نن شپږمه ورځ ده چې موږ د نه خوړولو اعتصاب کړی دی، غوښتنه مو دا ده چې موږ ته باید عفوه راشي او په‎دې برخه کې دې باید له موږ سره د مور او مېرې چلند ونه‎شي.

-زما نوم بهاوالدین دی، د هرات د شینډنډ ولسوالۍ اوسېدونکی یم، دلته داسې بندیان هم شته چې ۱۷ کاله يې په زندان کې تېر کړي، د اعدام سزا ورکړل شوی، خو سرنوشت يې نه دی معلوم، نو د دوی سرنوشت باید معلوم شي موږ په همدې خاطر اعتصاب کړی او څو چې زموږ غوښتنې ونه منل شي، تر هغې خپل اعتصاب ته دوام ورکوو چې څو مړه شوي نه یو."

دوی د خپلو هغه بندي ملګرو په اړه چې د اعدام حکم پرې شوې او لا هم په زندان کې شپې تېروي غوښتنه کوي چې باید سرنوشت يې مالوم شي.

په اعدام د محکوم شویو بندیانو برخلیک دې معلوم شي.
په اعدام د محکوم شویو بندیانو برخلیک دې معلوم شي.

د خپلو ولایتونو زندانونو ته لېږل بله هغه غوښتنه ده چې دغه زندانیان يې لري.

د زندانیانو له لوري د نه خوړولو د اعتصاب دغه پرېکړه د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ شوې ده.

دغه اعتصاب کوونکي وايي، تر هغه به خپل دغه اعتراض ته دوام ورکړي، څو يې حکومت غوښتنې نه وي منلي.

په همدې حال کې د افغانستان د مشرانو جرګې د کورني امنیت او دفاعي چارو د کمېسیون رئیس هاشم الکوزي چې دغه زندانیانو سره يې کتلي ازادي راډيو ته وویل چې حکومت باید د دغه زندانیانو غوښتنو ته پام واړوي.

د افغانستان د زندانونو عمومي ریاست هم منلې چې یو شمېر زندانیانو د نه خوړولو اعتصاب پیل کړی دی، خو د شمېر په اړه یې څه نه وايي.

هاشم الکوزی
هاشم الکوزی

د زندانونو عمومي رئیس محمد حلیم کوهستاني په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې د دغه اعتصاب کوونکو غوښتنې يې لوړو مقاماتو ته رسولي دي.

نوموړی وايي:

"له تېرو څو ورځو راهیسې زموږ د څرخي پله د زندان یو شمېر بندیانو د نه خوړولو اعتصاب پیل کړی دی، یو شمېر يې یوازې زموږ ډوډۍ نه خوري، دوی بېلابېلې غوښتنې لري؛ موږ يې غوښتنې لوړو مقاماتو ته رسولي، وروستۍ پرېکړه په‎دې اړه هغوی کوي، ښايي کومې غوښتنې چې قانوني بڼه ولري وبه منل شي او کومې چې غیرقانوني وي؛ نه منل کېږي."

په دې اړه ازادي راډیو هڅه وکړه چې د کورنیو چارو وزارت نظر هم ولري خو مرستیال ویاند یې څه ونه ویل.

ښاغلي کوهستاني د زندانیانو هغه ادعاوې رد کړي چې ګوندې د خوړو کیفیت يې ښه نه‎دی او د زندان د چارواکو له لوري له بندیانو سره بد چلند کېږي.

نوموړي اوس مهال د ټولو اعتصاب کوونکو زندانیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ یاد کړ او ويې ویل چې د اړتیا پر مهال دوی زندانیانو ته ښه رسېدنه کولای شي.

د کابل د څرخي پله زندان کې د بندیانو دغه اعتراضیه خوځښت لومړی نه‎دی بلکې تېرو کلونو کې هم څو ځلي د بندیانو له‎‎خوا دا ډول اعتراضیه حرکتونه شوي دي.

دا زندان د افغانستان له لویو زندانونو څخه دی چې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د بېلابېلو جرمونو په تړاو شاوخوا اووه زره زندانیان په ‌کې د بند موده تېروي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG