د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۰

کورنیو چارو وزارت د ترور او هدفي وژنو د مخنیوي لپاره ځانګړي تدابیر نیولي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په ټول هېواد کې په ځانګړې توګه په کابل ښار کې د هدفي وژنو او ترور د مخنيوي لپاره‌یې ځانګړي او جدي تدابیر نیولي دي.

دا وزارت وايي چې د ترور او هدفي وژنو د مخنیوي په لارو چارو یې غور کړی او په‎دې برخه کې به کشفي او استخباراتي هڅې پياوړې شي.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۰۷» ازادي راډیو ته وویل:

"په ټوله کې زموږ پر کشفي او استخباراتي ادارو ټینګار دا دی چې په هېواد کې د دا ډول پېښو مخه ونیسي، له بده‎مرغه وروستیو څو پېښو موږ او ټول افغانان اندېښمن کړي، موږ د دې ستونزې د حل او پېښو ته د رسېدنې لپاره جدي اقدامات لرو او ان‌شاالله عملي کوو به‌یې."

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش
د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې «سیګار» په تازه راپور کې چې تېره ورځ خپور شوی راغلي چې په افغانستان کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله هدفي وژنې ۳۵ او انتحاري حملې ۷۸ فیصده ډېرې شوې دي.

خو د سیګار په راپور کې دا نه‎دي ویل شوي چې په همدې موده کې څومره هدفي وژنې او انتحاري حملې ترسره شوې دي.

په افغانستان کې د هدفي وژنو تر ټولو وروستۍ پېښه د کابل په خواجه بغرا سیمه کې د افغان هوايي ځواک د دوه پیلوټانو وژنه ده چې د موټرسایکل سپرو له‎خوا وژل شوي دي.

له دې څو ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزارت پخوانی جنرال او د پوځي چارو کارپوه زلمی وردګ د کابل ښار په کارتې پروان سیمه کې په خپل کور کې په مرموز ډول ووژل شو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مسؤلین وايي، په تېرو پنځو میاشتو کې یې له ۱۰۰ د زیاتو هدفي وژنو پېښې ثبت کړې دي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون په ښارونو کې د مخ په زیاتېدونکي توګه د هدفي وژنو او انتحاري حملو په زیاتوالي اندېښنه څرګندوي.

د دغه کمېسیون مرستیال عبدالحی اخندزاده وايي چې د کشفي او استخباراتي ارګانونو کمزوری مدیریت او د امنیتي ارګانونو ترمنځ نه‌همغږي د دا ډول پېښو د زیاتوالي لاملونه دي.

دی زیاتوي:

"لوی عوامل‌یې د کشفي او استخباراتي ارګانونو کمزوری مدیریت او د امنیتي ارګانونو ترمنځ نه‎همغږي ده، په لویو ښارونو په ځانګړې توګه په کابل کې دغه پېښې زیاتې شوي او ورځ تر بله نورې هم زیاتېږي."

ښاغلی اخندزاده وايي، په ترور او هدفي وژنو کې تر ډېره افغان امنیتي او ملکي مأمورين په نښه کېږي چې په وینا یې دا ډول پېښې په هلمند، بلخ، کندهار، فراه، کندز، کابل، هرات او ننګرهار ولایتونو کې ترسره کېږي.

بل‎خوا یو شمېر افغان پوځي کارپوهان وايي، تر دې وړاندې هم د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې دا شان پېښې رامنځته شوي، خو امنیتي چارواکي یې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

د دغو کارپوهانو له ډلې باري عارض وايي، د هدفي وژنو د مخنیوي لپاره لازمه ده چې کشفي او استخباراتي هڅې زیاتې شي او هم د پوځي او ملکي مأمورینو د اوسېدو ځای پټ وساتل شي.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG