د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۳

د سیګار د وروستي راپور په اړه د دفاع وزارت غبرګون!


د افغانستان دفاع وزارت پر افغان خاوره د افغان حکومت د واک د راکمېدو په اړه د سیګار راپور ردوي، خو دا مني چې په وروستیو درېیو میاشتو کې د جګړې دواړو غړو ته تلفات ډېر شوي دي.

دفاع وزارت وايي، د ټولو ولایتونو ښارونه او اکثره ولسوالۍ له افغان حکومت سره دي چې د د هېواد له ۸۵ سلنې ډېره برخه جوړوي.

د یاد وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش د سیګار د وروستي راپور په غبرګون کې ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې د ګواښونو کچه لوړه شوې، خو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په بېلابېلو ولایتونو کې پرمختګ کړی دی.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

نوموړي وویل:

"په بېلابېلو ولایتونو کې د دښمن د زندانونو او فابریکو له منځه وړل، د دوی د ماین جوړولو ځایونه او د مورچلو تخریب د دې ښکارندويي کوي چې مونږ د دښمن پر وړاندې ډېرې لاسته راوړنې لرو او جغرافیه مو پراخه شوې ده، مونږ سیګار ته وایوو چې حساب په افاقي نه، بلکې په اساسي او واقعي شکل وړاندې کړئ."

خو نوموړی په دې وروستیو کې په بيلابيلو عملیاتو کې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو د تلفاتو ‌ډېرېدل تأییدوي.

دی وايي، د افغان ځواکونو تلفات یو په سلو کې زیات شوي، خو د افغان حکومت مخالفینیو ته درانه تلفات اوښتي دي.

طالبانو بیا په خپل یوه خپور شوي راپور کې ویلي چې یوازې د تېرې جولای په میاشت کې یې څو ولسوالۍ او مهم مرکزونه نیولي او په همدغه میاشت کې يې د نورو میاشتو په پرتله، افغان او بهرنیو ځواکونو ته ډېره مرګ ژوبله اړولې ده.

د ښاغلي رادمنش په خبره، د وارسا، بروکسل، کابل، اندونیزیا او سعودي عربستان تر کامیابو غونډو وروسته چې پکې د افغان حکومت ملاتړ او پر سولې ټینګار وشو، د سیمې استخباراتو د جګړې د پراخولو لپاره خپل فعالیتونه زیات کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سر مفتش ادارې یا سیګار په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د وسله والو ډلو د فعالیتونو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده.

سیګار ویلي، په افغانستان کې د مخالفینو پراخ خوځښتونه د دې لا مل شوي چې افغان حکومت یوه سلنه نوره خاوره هم له لاسه ورکړي او واک يې تر ۵۸ اعشاریه پنځه سلنې پورې محدود شي.

په ورته وخت کې د پوځي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي چې دا ډول راپورونه د افغان ځواکونو روحیه کمزورې کوي او په کار ده چې پر ځای یې د ستونزو هواري ته پام واړول شي.

عتیق الله امرخېل
عتیق الله امرخېل

له ډلې یي عتیق الله امرخېل ازادي راډيو ته وویل:

"داسې ښکاري چې امریکا هڅه کوي چې له طالبانو سره نېږدې اړیکې پیدا کړي، ځکه دوی وايي چې دولت ته ۵۸ سلنه خاوره پاتې ده، که له رواني اړخه يې تېر شو، رښتیا هم ښارونه او مرکزونه د دولت په لاس کې دي او نور اطراف اکثره له طالبانو سره دي، خو په ټوله کې دا ډول څرګندونې په رواني لحاظ بدې اغېزې لري."

دی وايي، د افغان ځواکونو د تلفاتو د شمېر ډېرېدل د ناسم مدیریت او ځواکونو ته د نه پاملرنې زېږنده ده.

د ښاغلي امرخېل په وینا، د تلفاتو د مخنیوي لپاره په خپل وخت د افغان ځواکونو تجهیز او اکمالات ډېر اړین دي چې دا وخت په دې اړه شکایتونه موجود دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG