د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۰۹

د عمران خان او پومپیو ټلیفوني خبرو د دواړو هېوادونو ترمنځ ناندرۍ رامنځته کړي


د پاکستان له نوي صدراعظم سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ټلیفوني خبرو د دواړو هېوادونو ترمنځ ناندرۍ رامنځته کړي.

پاکستان له امریکا غواړي چې د دې هېواد له صدراعظم سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د ټلیفوني خبرو په اړه هغه بیان چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا خبري سهو پکې شوې ده اصلاح کړي.

واشنګټن وايي چې مایک پومپیو له عمران خان سره په پرونیو ټلیفوني خبرو کې هغه ته د بریا غوښتنه وکړه او ترې ویې غوښتل چې د ټولو هغو وسله والو ډلو پرضد چې په پاکستان کې دېره دي او په افغانستان کې تروریستي حملې کوي کوټلي اقدامات وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پومپیو په پام کې لري د سپټمبر په لومړۍ اونۍ کې احتمالاً د سپټمبر په پنځمه نېټه پاکستان ته سفر وکړي او له عمران خان سره وګوري.

پومپیو ښايي لومړنی بهرنی چارواکی وي چې له عمران خان سره چې نژدې یوه اوونۍ مخکې یې لوړه وکړه ګوري.

هیدر ناوېرت
هیدر ناوېرت

په اسلام آباد کې د امریکا سفارت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا ټلیفوني خبرې مثبتې بللي او وايي واشنګټن د خپل دې بیان دفاع کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر ناوېرت تېره شپه په یوه خبري غونډه کې وویل، ښاغلي پومپیو له عمران خان سره په ټلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اغیزمنو دوه اړخیزو اړیکو د ټینګښت په برخه کې ګډ کار ته لېوالتیا وښوده.

عمران خان
عمران خان

عمران خان تل په افغانستان کې د امریکا پر پالیسیو انتقاد کړی خو په انتخاباتو کې له بریا وروسته یې وویل چې د امریکا له خوا له دې هېواد سره د مرستو له کمېدو وروسته غواړي له امریکا سره ښه اړیکې جوړې کړي.

عمران خان له افغانستان سره هم د ښو اړیکو د جوړولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې پاکستان به په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره تر وسې وسې مرسته وکړي.

هغه حتا دا یادونه هم وکړه چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پولې باید پرانیستې او د تګ راتګ لپاره ازادې وي.

متحدایالاتو په وار وار پر پاکستان تور لګولی چې په افغانستان کې د وسله والو افراطي ډلو ملاتړ کوي.

خو پاکستان دا تورونه په پرله پسې ډول رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG