د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

جنرال جان نېکلسن پر اسلام اباد د زیات فشار راوړلو غوښتنه وکړه


په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان پر اسلام اباد د زیات فشار راوړلو غوښتنه وکړه.

واشنګټن یوکال مخکې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره په خپله ستراتیژي کې پر پاکستان د فشار د زیاتیدو خبره کړې وه، خو جنرال جان نېکلسن وایي چې له لویه سره دا ستراتیژي تر دې دمه بریالۍ ده او د پاکستان له نوي صدراعظم عمران خان سره کابل ګټورې خبرې کړې دي.

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان وایي چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د متحد ایالتونو د ولسمشر د ستراتیژۍ کال پوره شو، خو لاهم طالبان په پاکستان کې ازادانه ګرځي راګرځي او هلته د خپلو ټپیانو درملنه کوي.

جنرال جان نېکلسن: طالبان په پاکستان کې ازادانه ګرځي راګرځي او هلته د خپلو ټپیانو درملنه کوي
جنرال جان نېکلسن: طالبان په پاکستان کې ازادانه ګرځي راګرځي او هلته د خپلو ټپیانو درملنه کوي

جنرال جان نېکلسن تېره شپه له کابله په واشنګتن کې د ویډیو کنفرانس له لارې خبریالانو ته وویل چې په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت او دفاع وزارت په مستقم ډول له اسلام اباد سره غږېدلی شي.

جنرال جان نکلسن: طالبان په پاکستان کې ازادانه ګرځي راګرځي او هلته د خپلو ټپیانو درملنه کوي

جنرال نېکلسن په ورته وخت کې دا خبره وکړه چې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني او د پاکستان د نوي صدراعظم عمران خان ترمنځ خبرې پیل شوي دي او اړیکې په ښه کېدو دي:

"څه چې وینو موږ هڅوي، په ځینو برخو کې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې پرمختګ رامنځته شوی چې دا د ولسمشر غني د عمل د پلان نتیجه ده او په پوځي برخه کې هم همکاري بهتره شوې، زه خبر یم چې افغان مشران هیلمن دي، ګټورې خبرې د نوي صدراعظم او ولسمشر غني ترمنځ پیل شوې دي"

تېر کال چې کله د اګست په ۲۲ د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله ستراتيژي اعلانوله نو پر اسلام اباد یې غږ وکړ چې خپل دریځ بدل کړي:

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ټرمپ
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ټرمپ

"موږ پاکستان ته په میلیارډونو میلیاډونو ډالر ورکوو، په ورته وخت کې دوی هغو ترهګرو ته پناهځای ورکوي چې موږ جګړه ورسره کوو، دا باید بدل شي."

ځیني کتونکي په دې باور دي چې د پاکستان په چلند کې په تېر یوکال کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی نو د افغانستان لپاره د امریکا ستراتیژي اغیزمنه نه ده، خو په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن وایي چې تر دې دمه د دې ستراتیژي بریا په دې کې ده چې د سولې او پخلاینې لپاره زمینه برابره شوې ده، ده د عرفې له ورځې راورسته د دریو میاشتو په مخه د ولسمشر غني مشروط اوربند ته هم اشاره وکړه چې طالبانو تر اوسه نه دی منلی او د ستراتیژي په اړه یې وویل:

"ستراتیژي نېږدې کال مخکې اعلان شوه، په شپږو میاشتو کې موږ د سولې د دوو وړاندیزونو شاهدان یوو او د طالبانو د مشر له لورې د امریکا خلکو ته لیک استول شوی، ولسمشر غني د سولې وړاندیز کړی بیا موږ په لسو میاشتو کې لومړی اوربند ولید او اوس بل اوربند اعلان شوی چې لا نه دی پلی شوی خو اصلي ټکی د سیاسي خبرو پیل دی."

د ناټو غړیو هیوادو له افغان ځواکونو سره به تر ۲۰۲۴ کال پورې مرسته کوي

جنرال نېکلسن د ستراتیژۍ د بریالیتوب په برخه کې د جولای په میاشتې کې په بروکسل کې د ناټو د مشرانو غونډې ته هم اشاره وکړه چې د ناټو غړیو هېوادونو او د هغو هېوادونو مشرانو چې د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې ځواکونه لري، ژمنه وکړه چې له افغان ځواکونو سره به تر ۲۰۲۴ کال پورې مرسته کوي، خو ده داعش ته اندیښنه ښکاره کړه او ویې ویل چې دا ډله درې کاله مخکې نه وه او په افغانستان کې ۲۱ ترهګرې ډلې فعالې دي.

XS
SM
MD
LG