د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن وویل چې په مسکو کې په را راون کنفرانس کې ګډون نه کوي.
د دې وزارت ویاند، صبغت الله احمدي نن، چهارشنبه د «زمري ۳۱» ازادي راډیو ته وویل چې د مسکو په غونډه کې د نه ګډون دلیل یې دا دی چې د افغانستان پر حالاتو په هره سیمه ییزه او نړيواله غونډه کې د افغانستان حکومت مرکزیت او رهبري ولري.
احمدي زیاته کړه:
"د افغانستان په اړه هره پېښه چې په سیمه اونړۍ کې کېږي باید د افغانستان د اسلامي جمهوریت په محور کې وي، موږ د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوو."
په همدې حال کې، د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار، محمد حنیف اتمر پرون په کابل کې د روسیې له سفیر، الکساندر مانتیسکي سره کتلي او په افغانستان کې د سولې لپاره پر روانو هڅو یې خبرې سره کړې دي.
د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې د مسکو غونډې ته مستقیماً، اشاره نه ده شوې خو په کې ویل شوي چې اتمر د روسیې له سفیره غوښتنه کړې چې پر وسله والو طالبانو فشار زیات کړي او د افغانستان له حکومت سره یې د سولې خبرو ته وهڅوي.
مسکو به د روان کال د سنبلې په ۱۳ نېټه د افغانستان په اړه د نړیوالې غونډې کوربه وي.
د امریکا متحدو ایالاتو هم پرون په دې غونډه کې ګډون رد کړ.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پردې چې د امریکا متحدو ایالاتو د مسکو په غونډه کې د نه ګډون ویلي، خواشیني څرګنده کړه.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، امریکايي لوري یو واربیا د افغانستان د سولې په اړه خپله دوه مخي څرګنده کړه.
د امریکا حکومت تېر وار هم په مسکو کې د افغانستان پر حالاتو په نړیواله غونډه کې له ګډونه ډډه وکړه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، امریکا په دې غونډې د ځان د نه ګډون په اړه داسې توضیح ورکړې چې له اغراقه ډکه ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د مسکو په غونډه کې د افغانستان، چین، ایران، پاکستان، هند او دمنځني اسیا د پینځو هېوادونو استازي بلل شوي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په حواله، امریکا ویلي چې په داسې غونډو کې د ګډون نیت نه لري چې د افغانانو تر نظر لاندې نه وي په داسې حال کې چې واشنګټن ته څرګنده ده چې د مسکو غونډه د افغانستان او روسیې په مشرۍ ترسره کېږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، «له دې څرګندېږي چې واشنګټن یوازې له هغو غونډو سره چې د امریکا تر مشرۍ لاندې ترسره کېږي او د امریکا ګټې په کې خوندي کېږي، علاقه لري.»
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګې لاوروف د سې شنبې په ورځ وویل چې د افغانستان حکومت او د طالبانو استازو ته یې په مسکو کې په نړیواله غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
سرګې لاوروف وویل چې د طالبانو له لوري مثبت ځواب ور رسېدلی دی.
وسله والو طالبانو په دې اړه له خپله لوري څه نه دي ویلي.