د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۰:۳۸

پر کابل ښار راکټي او ډله ییز برید د خلکو ګڼه ګونه کمرنګه کړه


په کابل ښار کې د شدیدو امنیتي تدابیرو له نیول کېدو سره ـ سره پر دغه ښار د راکټو حملو سربېره وسله والو وکړای شول چې د څو ساعتونو لپاره له افغان ځواکونو سره جګړه وکړي.

وسله والو مخالفیونو د سې شنبې سهار شااوخوا ۹ بجې کله چې ولسمشر محمد اشرف غني د اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته په ارګ وینا کوله د کابل پر بېلابېلو سیمو راکټونه وتوغول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه راکټونه د بېلابېلو امنیتي حوزو په مربوطاتو کې لګېدلي، خو د دقیق ځای په اړه یې څه نه وايي.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې د کابل د لومړي امنیتي حوزې اړوند په یوه مارکېټ کې د وسله والو ډله ییزه حمله د بریدوګرو په وژلو پای ته ورسېده:

نجیب دانش

"یو شمېر تروریستانو د راکټونو په توغولو سره د لومړۍ ، دوهمې ، نهمې او لسمې امنیتي حوزې اړوند د استوګنې سیمې په نښه کړې،هغوی چې ډله ییزه حمله یې کړې وه پر وړاندې یې زموږ عملیات پای ته ورسېدل، دوه یا درې تروریستان ووژل شول، د راکټي حملو له کبله زموږ دوه پولیس برسیرن ټپیان شوي او خوشبختانه نوره مرګ ژوبله نه لري."

د ښاغلي دانش په خبره بریدګر د عیدګاه جومات شاته د ماهي پلورولو یوه مارکېټ ته ننوتي وو او له افغان ځواکونو سره یې جګړه کوله.

دا په داسې حال کې ده چې د لوی اختر د رارسیدو له کبله په کابل ښار کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ امنیتي مسولینو ډاډ ورکړ چې د کابل ښار امنیت تامین شوی او د دې ښار اوسېدونکي دې په ډاډه زړه د اختر مراسم ولمانځي.

د کورنیو چارو وزارت: د اختر د ورځو لپاره بشپړ امنیتي تدابیر نیول شوي

خو له دې پېښې وروسته د کابل د ښاریانو اندېښنې زیاتي شوي او وايي چې امنیتي ځواکونه ونه توانېدل چې حتا د اختر د لومړۍ ورځې امنیت ټينګ کړي.

د امنیتي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې د کابل ښار ننیو پیښو د دغه ښار اوسیدونکي اندیښمن کړي دي.

خو له ډلې يې باري عارض بیا په دې باور دی چې د دغه ډول پېښو مخنیوی اسانه او ساده کار نه دی:

په کابل کې د نننۍ ډله ییز حملې د سیمې انځور

"دغه پېښو له بده مرغه د کابل ښاریان ډېر مایوسه او اندېښمن کړل، خو باید وویام چې افغانستان د سیمې د استخباراتو له یو لوی جنګ سره مخامخ دی، تاسې په اروپا، امریکا او د نړۍ په نورو پیاوړو هيوادونو کې هم د دغه ډول ترورستي حملو شاهدان یاست، زما په نظر دا پېښه په دې دلالت نه کوي چې حکومت کمزوری دی او یا هم امنیت نه دی تامین"

تر دې دمه د دغه پېښې مسؤلیت لا چا نه دی منلی.

خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې په ورځ په ارګ کې د اختر له لمانځه وروسته په کابل ښار د راکټي حملې پرمهال وویل چې افغانان سوله غواړي او دغه ډول پېښې يې د پرمختګ مخه نه شي نیولای.

د ولسمشر د خبرو پر مهال د ارګ شااوخوا راکټونه ولګېدل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:53 0:00

راپور: محمد حدیث پردېس

پخواني معلومات

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د وسله والو برید د درېیو بریدګرو په وژلو سره پای ته ورسېد.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې بریدګر د رکاخانې په نوم کوڅه کې یوې ودانۍ ته ننوتلي وه او له هغه ځایې ډزې کولې چې تر درې ساعته مقاومت وروسته د افغان ځواکونو لخوا له منځه یووړل شول.

ښاغلي دانش زیاته کړه چې په دغه نښته کې دوه سرتېري ټپيان شوي او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

پخواني معلومات

د کابل د لومړي امنیتي حوزې اړوند د رکاخانې په کوڅه کې وسله والو ډله ییزه حمله کړې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش که څه هم په دې اړه څه نه وايي چې دقیقاً وسله وال کوم ځای ته ورننوتي و خو وايي یو بریدګر وژل شوی دی.

د ښاغلي دانش په خبره د نورو وسله والو چې په سیمه کې مقاومت کوي پرضد د افغان ځواکونو عملیات روان دي.

له دې سره همهاله نن سهار د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د کورنیو چارو وزارت په خبره لس راکټونه توغول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي چې د دغه راکټي بریدونو له کبله دوه تنه سطحي ټپیان شوي دي.

تر دامهاله د دغه وسله والې حملې او راکټونو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

ولسمشر محمد اشرف نن ولس ته د اختر د مبارکۍ پرمهال وویل چې دا ډول راکټي بریدونه به هېڅکله افغانان تسلیم نه کړي او افغانان سوله غواړي.

XS
SM
MD
LG