د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۷

د کورنیو چارو وزارت: د اختر د ورځو لپاره بشپړ امنیتي تدابیر نیول شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د اختر ورځو د لمانځلو لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي او په ټول هېواد کې پولیسو ته د چمتووالي او تیارسی امر شوی دی.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۲۹» ازادي راډيو ته وویل چې امنیتي ارګانونو د لوی اختر په ورځو کې د امنیت د ټینګښت او د وسله‎والو مخالفینو د حملو د شنډولو لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر پلان کړي دي.

نجیب دانش
نجیب دانش

ښاغلي دانش زیاته کړه:

"د لوی اختر د ورځو په مناسبت ټول امنیتي ځواکونه په لومړي احضاراتو کې دي او د نن سهار راهیسې زموږ احضارات پیل شوي دي، ټول امنیتي ځواکونه د امنیت په تأمین بوخت دي، حتی موږ امنیتي ځواکونو ته رخصتي نه‎ده ورکړې، څو د اختر په ورځو کې په ښه شکل د خلکو امنیت وساتو."

د کورنیو چارو وزارت ویاند د افغانستان له ټولو خلکو وغوښتل چې د اختر په ورځو کې د ښه امنیت په هدف له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

کورنۍ دې ماشومانو ته د پلاستیکي وسلو او پټاقیو د اخیستلو اجازه نه‌ورکوي.

د ښاغلي دانش په خبره د دې لپاره چې په مرکز کابل کې خلک دا ورځې په ښه شان تېرې کړي په‎دغه ښار کې به امنیتي تدابیر لا جدي وي.

ده وویل، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سوداګرو او دکاندارانو ته هم ویلي دي چې پر ماشومانو د پلاستیکي وسلو او پټاقیو له خرڅولو مخنیوی وکړي.

ښاغلي دانش وویل، که هر پلورونکی د پلاستیکي وسلو په پلور ونیول شو له سختې قانوني سزا سره به مخ شي.

ده له کورنیو هم وغوښتل چې ماشومانو ته د پلاستیکي وسلو او پټاقیو د اخیستلو اجازه ورنه‎کړي او پرې‎نه‎ږدې چې د خلکو د خوشحالۍ ورځې په غم بدلې کړي.

کورنۍ دې ماشومانو ته د پلاستیکي وسلو او پټاقیو د اخیستلو اجازه نه‌ورکوي.
کورنۍ دې ماشومانو ته د پلاستیکي وسلو او پټاقیو د اخیستلو اجازه نه‌ورکوي.

په ورته وخت کې خلک هم د خلکو د ښه امنیت پر ساتلو ټينګار کوي.

د کابل ښار دوو تنو اوسېدونکو ازادي راډيو ته وویل، تمه ده چې دا اختر په هېواد کې د تل‎پاتې سولې پیلامه وي.

دوی وايي:

"محمد ناصر یم، له خپلو امنیتي ځواکونو غواړم چې کلک امنیتي تدابیر ونیسي، څو خلک په خوښۍ سره دا لوی اختر تېر کړي."

"نوم مې محمد ابراهیم‌خېل دی، امنیتي ارګانونه هر کال وايي چې امنیتي تدابیر نیسو، خو بیا وروسته چې ګوري یوه نیمه پېښه خامخا کېږي، دوی چې یوه لاره نیسي بله ترې خلاصه پاتې کېږي یو کس تلاشي کوي، خو ۲۰ ترې بې‌تلاشۍ ځي، همدا لامل دی چې چاودنې کېږي او بې‌ګناه انسانان وژل کېږي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په‎داسې حال کې د اختر په شپو ورځو کې د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي چې په تېر کوچني اختر کې چې د وسله‎والو طالبانو او حکومت ترمنځ لنډ مهاله اوربند هم شوی وو، په ننګرهار کې دوه انتحاري حملو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د امنیتي چارو یو شمېر پوهان د دا شان پېښو لامل د پولیسو غیر مسلکیتوب او د امنیتي ارګانونو ترمنځ نه‌همغږي بولي.

د امنیتي چارو کارپوه حی ګل سلیمان‌خېل وايي، امنیتي ارګانونه باید د ښه پلان تر څنګ د پلان د عملي کولو او د امنیتي ارګانونو ترمنځ د ښې همغږۍ د رامنځته کولو لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

راپور: اکرام‎الله اکرام

XS
SM
MD
LG