د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

د کندز-تخار له لارې د تښول شوېو مسافرینو له ډلې ۹۲ تنه خوشې شوي


د کندز سیمه‎ییز چارواکي وايي چې د کندز – تخار له لارې د تښتول شوېو مسافرینو له ډلې څخه ۹۲ تنه یې خوشې شوي او ۳۶ تنه یې لا هم د وسله‎والو مخالفینو په بند کې دي.

د کندز د خان‎اباد ولسوال حیات‎الله امیري له ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال وویل چې نن سهار وسله‎والو طالبانو د کندز – تخار پر لويې لارې د درې عرادې ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکو موټرونه سپرلۍ له ځانه بېولې وې، خو د سپين‎ږېرو په هڅو سره ۹۲ تنه یې د دغې ډلې له منګلو څخه ازاد شوي او ۳۶ تنه یې لا هم د وسله‎والو طالبانو په اسارت کې دي.

ښاغلي امیري زیاته کړه:

"په مجموع کې ۹۲ تنه د درې مسافر وړونکو بسونو سپرلۍ د طالبانو له لوري خوشې شوي او ۳۶ تنه یې لا هم د وسله‎والو طالبانو په اسارت کې دي چې هغوی تذکرې نه درلودې او هڅې روانې دي چې پاتې شمېر هم د هغوی له اسارته ازاد شي."

د کندز خان‎اباد
د کندز خان‎اباد

ښاغلي امیري زیاته کړه چې اوس‎مهال په سیمه کې د پاتې یرغمل شوېو مسافرینو د خوشې کېدو په هدف د قومي مشرانو هڅې روانې دي، څو د وسله‎والو طالبانو له اسارته ازاد شي.

د ولسوال په خبره چې تښتول شوي مسافران ټول ملکي وګړي دي.

په ورته وخت کې د کندز ولایتي شورا هم د دې ولایت د لویو لارو د امنیت په اړه اندېښنه وښوده او سربېره پر دې د کندز سیمه‎ییز چارواکي د دې ولایت د امنیت د تأمینولو په برخه کې پاتې بولي.

د کندز د ولایتي شورا یو تن غړی امرالدین ولي ازادي راډیو وویل:

"د کندز ټولې لويې لارې له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي او هېڅ‎څوک په ډاډه زړه تګ را تګ نه‎شي کولای او سیمه‎ییز چارواکي یي هم په‎دې ښه پوهیږئ، خو بیا هم د دې ولایت امنیتي وضعیت ته توجه نه‎کوي، موږ پر مرکزي حکومت غږ کوو چې د دغه ولایت روان وضعیت ته جدي توجه وکړي."

امرالدین ولي
امرالدین ولي

له دې سره سم د کندز د مدني ټولنو رئیس عنایت الله خلیق هم پر حکومت غږ کوي چې د کندز– تخار د لويې لارې امنیت ته جدي توجه وکړي، څو خلک په ډاډه زړه پر دغې لارې ګاونډیو ولایتونو ته تګ را تګ وکړي.

نوموړی وايي:

"له ډېرې مودې راهیسې د کندز لويې لارې ناامنه دي او په‎دې اړه تل خلکو خپلې انديښنې څرګند کړي، خو تراوسه ورته پاملرنه نه‎ده شوې او موږ بیا هم پر حکومت غږ کوو چې د دې ولایت امنیتي وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي."

دغه راز کندزیان هم وايي چې د کندز – تخار لويه لار له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ ده او خلک په ډاډه زړه پر دغې لارې تګ را تګ نه‎شي کولاي.

د کندز دوو تنو اوسېدونکو ذبیح الله او امیرخان په‎دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د لارې وضعیت ډېر خراب دی او موږ د تګ راتګ پر مهال د خونديتوب احساس نه‎کوو او دولت ورته هېڅ توجه نه‎کوي او طالبان هر وخت دغې لارې ته راوځي او د خپل اهدافو پسې ګرځي.

-د کندز لويې لارې ډېر ناامنه دي او په ۲۰۰ مترۍ کې امنیتي پوستې هم موجودي دي، خو بیا هم طالبانو له سړکه خلک تښتوي او د پوستو کسان یوازې خپلې پوستې ساتي او د دولت پيسۍ مصرفوي او په ټوله کې دا د دولت ضعف دی."

کندزیان وايي چې په وارـ وار دوی د کندز – تخار او د کندز – بغلان د لويو لارو د امنیتي وضعیت په اړه خپل غږ پورته کړی دی، خو لا تراوسه پورې په‎دې اړه د کندز د سیمه‎ییزو چارواکو له لوري کوټلي ګامونه نه‎دي پورته شوي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته تأیید کړې چې دا کسان د دوی له خوا د تلاشۍ په هدف له موټرو ښکته شوي دي، نوموړي ویلي چې له تحقیقاتو وروسته یې ګڼ شمېر له دې کسانو خوشې کړي او له پاتې نورو هم پوښتنې ګرویږنې کوي که دولتي کارکوونکي او د امنتیي ځواکونو غړي نه وي هغه به خوشې شي.

افغان چارواکي وايي، ټول برمته شوي کسان ولسي خلک دي.

راپور: اجمل ارین-کندز

XS
SM
MD
LG