د ارزګان-کندهار له لویې لارې د وسلهوالو طالبانو په لاس د ۳۰ کسانو په تښتونې شپږ ورځې تېرېږي، خو لا هم له دې ډلې ځیني کسان نهدي راخوشې شوي.
د ارزګان ولایت چارواکي وايي، تر اوسه نهدي بریالي شوي چې له وسلهوالو طالبانو سره پاتې ۱۳ تنه تښتول شوي مسافرین وژغوري.
د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب پرون شپه ازادي راډیو ته وویل، تېره سې شنبه ۳۰ تنه مسافرین د ارزګان-کندهار له لویې لارې وتښتول شول چې ۱۷ تنهیې خوشې شول او پاتې نور لاهم له طالبانو سره دي.
ښاغلي نایاب زیاته کړه:
"۱۳ تنهیې متأسفانه تر اوسه پورې له ځانه سره ساتلي دي. پهدې کسانو کې هم ډېری ملکیان او بېګناه خلک دي چې یوازې د بډایه کورنیو پورې تعلق لري او د دې لپاره چې د دوی له کورنیو یو څه پیسې ترلاسه کړي، ځان سرهیې ساتلي دي. د تېرې پنجشنبې په ورځ د سپینږیرو په وساطت پنځه کسان خوشې شول. زموږ هڅې لا هم دوام لري چې پاتې کسان په یو شکل راخوشې کړو، خو تر اوسه پهدې برخه کې نهیو بریالي شوي."
نایاب وايي، وسلهوال طالبان د دغو ۱۳ کسانو ځایونه وخت په وخت بدلوي، خو د هغه په خبره دا کسان ترینکوټ ته نږدې په هغو سیمو کې ساتل کېږي چې وسلهوال طالبان پرې کنټرول لري.
نایاب وايي، د تښتول شویو خلکو ترمنځ هېڅ دولتي کارکوونکی نهدی شامل او ټول عام خلک دي هغه خبره چې ځینې سرچینې یې نهتأییدوي.
په ارزګان کې ځینو سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې راخوشې شوي کسان ۱۱ تنه دي او ۱۹ کسان لا هم له طالبانو سره دي چې ترمنځیې ۱۷ افغان پولیس شامل دي.
د ارزګان د ولایتي شورا رئیس امیر خان بارکزي هم پرون یکشنبه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د تښتول شویو کسانو ترمنځ د کندهار ولایت ځیني پولیس شامل دي، خو دوی هڅه کوي چې د قومي سپینږیرو په وساطت دا خلک راخوشې کړي.
نوموړی وايي:
"له دوی سره د ارزګان کوم دولتي کسان نهوو چې هغوی «طالبان» کومه غوښتنه وکړي او موږ یې ورسره ومنو، خو په تښتول شویو کسانو کې ځیني کسان پولیس دي چې هغه د کندهار مربوط دي. کوم ځای کې چې دوی نیولي وو، دستي یې انتقال کړي دي، مرکز ترینکوټ شااوخوا سیمو ته. یو دوه یا درې کسان چې موږ معلومات لرو هغهیې هلمند ته انتقال کړي دي."
د کندهار امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي چې رښتیا هم د تښتول شویو کسانو ترمنځ د دغه ولایت پولیس شامل دي که څنګه؟
د افغانستان په لویو لارو او نا امنو سیمو کې د عامو خلکو او ځیني وخت د دولتي سرتېرو تښتونه او یرغمل نیونه کوم بېمخینې عمل نهدی، خو اندېښنې له دې دي چې په ډېرو پېښو کې تښتول شويو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
تر ټولو تازه پېښه په ننګرهار ولایت کې ثبت شوې ده.
د کب په لومړۍ په ننګرهار کې د هغو ۹ ملکیانو جسدونه وموندل شول چې تېر میلادي کال په کوټ ولسوالۍ کې تښتول شوي وو.
راپور: صفيالله ستانکزی