د کندز-تخار د لویې لارې مسافرین او موټر چلوونکي وايي، پر دغې لویې لارې لا هم وسلهوال طالبان وخت نا وخت ځای ځای راوځي چې دغه مسئلې خلک سخت اندېښمن کړي.
دوی وايي، پر دغه لارې د سفر پر مهال هېڅڅوک د خوندیتوب او سکون احساس نهکوي، ځکه وخت نا وخت د دغې لارې په بېلابېلو سیمو کې وسلهوال طالبان سړک ته راوځي موټرونه تلاشي کوي او د خپل اهدافو پسې ګرځي.
دغه خلک وايي، دولت باید د دغې لارې په اوږدو کې غیر فعاله امنیتي پوستې بېرته فعال کړي او برسېره پر دې د نوموړې لارې شااوخوا کلي دې د وسلهوالو مخالفینو له شتون څخه پاک کړي، تر څو خلک په ډاډه زړه پرې تګ راتګ وکړي.
سخيداد او غیرت خان د کندز-تخار د لویې لارې د امنیتي وضعیت په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"ځیني وختونه وسلهواله مخالفین سړک ته راوځي او موټرونه تلاشي کوي او خپلو اهدافو پسې ګرځي او دغې مسئلې خلکو ته ډېرې ستونزې او ننګونې زېږولي دي او له دولت نه غواړو چې د دغې لارې امنیت ته جدي پاملرنه وکړي."
"ښه سمیې ویني چې د پوستې په ۵۰ مترۍ کې طالبان موټر تلاشي کوي او خلک ښکته کوي او کله چې پوستې ته راشې پوسته وايي چې موږ ته له بالا ځای څخه امر نهشته، نو کله چې دوی ته امر کېږي، له سړي څخهيې پوستکی وېستی وي."
د دوی په وینا چې پر دغې لارې ډېر امنیتي ګواښونه د کندز-خاناباد په سیمو کې موجود دی چې ډېری وخت وسلهوال مخالفین د سرک نو، دکان ادم خان، خواجه پسته، نیک پای، ملرغي، جرګذر، لودین او د باغ میري په سیمو کې لویې لارې ته راوځي.
محمد الدین او عرفان احمدي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"له حکومت څخه مو غوښتنه دا ده چې د کندز-تخار، کندز-شیرخان بندر او کندز-بغلان د لارو امنیت ټینګ کړي، څو خلک په ډاډه زړه پرې تګ راتګ وکړي."
"لارې مصونې نهدي ټولې لارې او هر لحظه او دقیقه چې وسلهوال مخالفین وغواړي سړک ته راوځي او خپل هدف له ځان سره بیولی شي او هېله مو دا ده چې د دغو لارو امنیت په جدي توګه وساتل شي."
خو له دې سره سم د کندز امنیتي چارواکي هم تر یو ځایه د خلکو شکایتونه مني او زیاتوي چې د دغې لویې لارې په اوږدو کې امنیتي پوستې فعاله دي او برسېره پر دې د امنیتي ځواکونو ګرځنده ګزمې هم جریان لري، تر څو کومه امنیتي ستونزه رامنځته نهشي.
د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند انعامالدین رحماني وايي چې دوی په نږدې راتلونکي کې د دغې لارې په اوږدو کې یو شمېر نوې امنیتي پوستې جوړوي.
د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل نهدی ځکه له څو کالونو راهیسې مسافرین او موټر چلوونکي پر دغې لویې لارې د شته ناامنیو او ګواښونو له کبله شکایتونه کوي، خو د دوی په وینا چې لا تر اوسه پورې د دغې لارې امنیتي وضعیت ته په جدي توګه رسېدنه نهده شوې.
راپور: اجمل ارین