ډېری خلک په مارکېټونو کې له سوځېدلو دکانونو څخه د سوځېدلو توکو پاتې شوني راباسي، خو له ځینو مارکېټونو او د مارکېټونو له تاهخانو څخه لا هم نري نري لوګي خېژي.
د ډېری مارکېټونو دکانونو تورې او وهمجنې خولې نیولي، خو ځیني دکانداران بیا د خپلو دکانونو له ماتو او ریچې ریچې ښیښو څخه په وارخطا نظر دباندې راګوري.
په دغه سوځېدلو دکانونو کې ډېری یې د اختریزو توکو لکه د رختونو، بوټونو، خولیو، ښځینه ګنډلو کالو، د ماشومانو وسایلو، بنګړو او داسې نور دي، خو د دې تر څنګ د نورو اړتیايي شیانو دکانونه هم پهکې شامل دي.
که په اوومه ورځ هم د ښار ډېری خلک د دغه دکانونو نندارې ته راځي او لاس تر ډډې ورته ولاړ وي، متأثره شوي خلک یوازې فریاد کوي او وايي نور یې هېڅ وس نهرسېږي.
دغه خلک په ډک ستوني او سرو سترګو ازادي راډیو ته د زړه خواله کوي، له دولت څخه غوښتنه کوي چې له دوی سره د شویو زیانونو په بدل کې مرستې وکړي.
دا د غزني ښار د هغه خلکو فریادونه دي چې د تېرې پنجشنبې او جمعې په منځۍ شپه وسلهوالو طالبانو په غزني ښار له څلورو لورو بریدونه وکړل چې جګړه ښار ته ننوته او په ترڅ کې یې په ښار کې د ولسي خلکو تر ۱۰ پورې مارکېټونه، سلګونه دکانونه، په سلګونه رېړیو او په سلګونه د لیلامي غرفو د سختې جګړې له امله اور واخیست.
راپو: حبیبالرحمن تأثیر