د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

ډیپلومات: طالبان غواړي هم سیاسي لوبغالي وي او هم له شخړو لاس نه‌اخلي


  • ډیپلومات

ډیپلومات مجلې په خپله تازه ګڼه کې لیکلي دي چې طالبانو د اګسټ په ۱۰مه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې څلور ورځنۍ سیاسي خبرې پای ته ورسولې او بل لور ته د دوی تر زرو ډېرو وسله‌والو پر همدې ورځ د غزني پر ښار برید وکړ.

ډیپلومات بیا لیکي چې طالبان په افغانستان کې یوه لور ته له دې هدفه نه په شا کېږي چې سیاسي لوبغالي وي، بل لور ته له شخړو لاس نه‌اخلي او غواړي چې خپل دریځ له دې لارې پیاوړی کړي.

ډیپلومات: طالبان غواړي چې خپل دریځ له سیاسي لارې پیاوړی کړي.

​خپرونه بیا پوښتنه کوي چې په داسې وضعیت کې ازبکستان څرنګه خبرو ته زړه ښه کوي؟

ډیپلومات لیکي، کله چې د ۲۰۱۶ کال په وروستیو کې شوکت میرضیایف په ازبکستان کې ولسمشر شو په ځانګړي ډول‌یې له افغانستان سره اړیکي پسې ښې کړې، د مارچ په میاشت کې د افغانستان لپاره د یوه کنفرانس کوربه هم و.

ازبکستان د مارچ په میاشت کې د افغانستان لپاره د یوه کنفرانس کوربه و
ازبکستان د مارچ په میاشت کې د افغانستان لپاره د یوه کنفرانس کوربه و

د اګسټ له شپږمې تر ۱۰مې د طالبانو یو پلاوی د دوی د قطر دفتر د سیاسي مشر شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ ازبکستان ته ولاړ، دوی د ازبکستان له بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف او د افغانستان لپاره د ازبکستان له استازي عصمت‌الله ارګاشیف سره وکتل.

ډیپلومات بیا د ازادي راډیو په استناد لیکي چې طالبانو ورته ویلي دي چې په دې خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او په افغانستان کې د ازبکستان د پراختیایي پروژو په ګډون پر یو شمېر موضوعاتو خبرې شوې دي.

ډیپلومات بیا د دې خبرو په ارتباط لیکي چې ازبکستان غواړي پراختیایي پروژې یې پرته له څه وېرې په افغانستان کې پلې شي او طالبانو له دوی سره په دې برخه کې ژمنه کړې ده.

دوهمه خبره دا ده چې ازبکستان هر وخت په افغانستان کې د داعش حضور ته اندېښنه لري او نږدې دوه اوونۍ مخکې دې ډلې په ګاونډي تاجکستان کې د یوه برید مسؤلیت ومانه، خو طالبانو د ډیپلومات په وینا د افغانستان دننه خپل بریدونه متمرکز کړي دي.

  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې بیا یوازې د غزني د جګړې په اړه لیکنه خپره کړې ده.

دغې ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې د غزني د سې شنبې د ورځې تصویر انځور کړی دی.

ورځپاڼه لیکي چې په ټول ښار کې دوه نانبایانې پرانیستې دي او خلک ورته په کتارونو کې ولاړ دي.

په ټول غزني ښار کې دوه نانبایانې پرانیستې دي او خلک ورته په کتارونو کې ولاړ دي.
په ټول غزني ښار کې دوه نانبایانې پرانیستې دي او خلک ورته په کتارونو کې ولاړ دي.

وال سټریټ ژورنال د ملګرو ملتونو په وینا لیکلي دي چې د غزني په جګړه کې د ۱۱۰ او ۱۵۰ ترمنځ ملکیان وژل شوي دي، خو لاهم په‌کار ده چې دا شمېره دقیقه شي.

وال سټریټ ژورنال: د غزني په جګړه کې د ۱۱۰ او ۱۵۰ ترمنځ ملکیان وژل شوي دي.

د طالبانو د تلفاتو په اړه ورځپاڼې د امریکایي ځواکونو په وینا لیکلي دي چې یوازې د دوی د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۲۲۰ یاغیان په ښار او د ښار شااوخوا وژل شوي دي.

ورځپاڼې د افغان ځواکونو تلفاتو ته اشاره نه‌ده کړې، خو اوښتي مالي زیانونو په اړه‌یې لیکلي دي چې تر دې دمه دقیق نه‌دي اټکل شوي.

XS
SM
MD
LG