د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۴

د غزني په جګړه کې د بهرنیو وسله‌والو په اړه د ولسي جرګې اندېښنه او غوښتنه!


د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي چې په جګړه کې د بهرنیو جنګیالیو په ځانګړې توګه، د غزني په جګړه کې د پاکستاني اتباعو د ګډون موضوع د اندېښنې وړ ده.

د ولسي جرګې اداري پلاوی د غزني په جګړه کې د دغو جنګیالیو په اړه د اندېښنې تر څنګ وايي حکومت باید دغه موضوع مستند سازي کړي او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته‌یې وسپاري.

د دغې جرګې دوهم منشي عرفان‌الله عرفان وايي، د نورو هېوادونو د جنګیالیو تر څنګ د غزني په جګړه کې د پاکستانیانو د دخالت موضوع حساسه ده او باید افغان حکومت‌یې په وړاندې پټه خوله پاتې نه‌شي.

عرفان الله عرفان
عرفان الله عرفان

ښاغلي عرفان د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۲۴» ازادي راډيو ته وویل:

"کوم کسان چې پاکستاني پوځیانو ته منسوب دي او یا نورو هېوادونو له چچن نیولې، ازبکستاني او تاجکستاني دي او د غزني په جګړه کې دخیل دي، زموږ غوښتنه له افغان حکومته دا ده چې په دې اړه ډېر ژر مستند سازي وکړي او پر هغو هېوادونو سربېره چې اتباع‌یې په افغانستان کې جنګېږي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا او بشر حقونو بنسټونو ته دې وړاندې کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د عوامي نشنل ګوند یوه لوړپوړي غړي افراسیاب خټک هم ویلي وو چې اسلام‌اباد باید د غزني په جګړه کې د پاکستاني جنګیالیو د ګډون او مرګ ژوبلې په اړه وضاحت ورکړي.

ښاغلي خټک ویلي، که چېرې د غزني په جګړه کې د پاکستاني جنګیالیو په اړه د افغان چارواکو ادعاوې واقعیت ولري، د نوموړي په خبره دا به د ۱۹۸۹ میلادي کال د جلال‌اباد د ناکامې جګړې تکرار وي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو افغان پوه شهزاده مسعود وايي چې د غزني په جګړه کې د پاکستاني جنګیالیو د ګډون موضوع تازه خبره نه‌ده.

د ښاغلي مسعود په خبره، نږدې دوه لسیزې کېږي چې پاکستانۍ ملېشې، جنګیالي او ترورېستي ډلې په یو نه یو ډول د افغانستان په جګړه کې ښکېل دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه له نظر ورکولو څخه ډډه کوي، خو د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي، د غزني د جګړې له ډګرونو د پاکستاني اتباعو جسدونه ترلاسه شوي دي.

نصرت رحیمي
نصرت رحیمي

دی وایي:

"د غزني جګړه د افغانستان د دښمنانو او ترورېستانو له لوري پلان شوی جنګ و، په دغه جګړه کې له کورنیو ترورېستانو سربېره بهرنيو جنګیالیو هم ګډون کړی و، پاکستاني، چچنیايي، ازبکستاني او تاجکستاني ترورېستان په‌کې داخل وو، دا ثابت شوي، ځکه د جګړې په ډګرونو کې جسدونه پاتې دي."

که څه هم ښاغلي رحیمي د غزني په جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو او ملیکانو د تلفاتو په اړه د قیق معلومات ورنه‌کړل، خو ویې‌ویل چې د غزني د ښار په جګړه کې سلګونه طالبان وژل شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د تېرې جمعې په شپه پر غزني ښار پراخه ډله‌يیزه حمله وکړه چې په دغه جګړه کې افغان ځواکونو ته درانه تلفات واوښتل او د دغې ډلې په اعلامیه کې د غزني د ښار جګړه له لاسته راوړنو بلل شوې ده.

په ورته وخت کې افغان چارواکي وايي چې د غزني ښار ته‌یې کمکونه په ځانګړې توګه، انساني او بشري مرستې انتقال کړي او همدا شان به له جګړه ځپلو ښاریانو سره مرستې دوام ولري.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG