د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۵۰

جوزجان چارواکي: تسلیم شوي داعشیان به د بشري جنایاتو په تور محاکمه شي


ارشیف

په جوزجان ولایت کې امنیتي چارواکي وايي چې دولتي ځواکونه ته به تسلیم شوي داعشیان د بشري ضد جنایاتو د ترسره کولو په تور د محاکمې لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.

د جوزجان ولایت د امنیې قوماندان فقیر محمد جوزجاني ازادي راډیو ته وویل، په تېرو دوو ورځو کې کابو ۲۵۰ تنه داعشیان له دې ولایته دولتي ځواکونه ته تسلیم شوي دي چې په‎کې د هغوی ۱۲ مهم قوماندانان هم شامل دي.

جوزجاني وویل چې داعش ډلې د شمال په سطح د جوزجان له درزاب ولسوالۍ څخه فعالیت ترسره کاوه او مولوي حبیب الرحمن یې مشري کوله.

جوزجاني وویل چې مولوي حبیب‎الرحمن او د هغه مرستیال مفتي نعمت الله د طالب وسله‎والو له وېرې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

فقیر محمد جوزجاني د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دا کسان به د ترسره کړو فعالیتونو په دلیل عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي؟

فقیر محمد جوزجانی
فقیر محمد جوزجانی

داسې وویل:

"قانون د ټولو لپاره یو ډول دی؛ هر چا چې جنایت کړی وي، د اساسي قانون په ړنا کې چلند ورسره کېږي."

د جوزجان ولایت امنیې قوماندان وايي چې په درزاب ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو ته له ۲۴۵ تسلیم شوېو داعشیانو څخه کابو ۱۵۰ تنه یې د دې ولایت مرکز شبرغان ښار ته انتقال شوي او تر سختو امنیتې تدابیرو تېرې ساتنه کېږي.

فقیر محمد جوزجاني وویل چې پاتې ۹۰ تنه به د همدې ورځې په درشل کې شبرغان ښار ته انتقال شي.

پخوا تر دې د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ امنیې قوماندان تورن اسماعیل ازادي راډیو ته ویلي و چې د داعشیانو دا غړي د طالبانو سره د جګړې د توان نه درلودلو په دلیل امنیتي ځواکونه ته تسلیم شوي دي.

د اسماعیل په خبره چې له دوشنبې ورځې را په‎دې‎خوا کابو ۴۰۰۰ طالب وسله‎والو چې له بادغیس، سرپل، فاریاب او بلخ څخه جوزجان ته راغلي، په درزاب ولسوالۍ کې یې د داعشیانو پر ضد ډله‎ییزه جګړه پيل کړې او درانه تلفات یې ور اړولي دي.

د جوزجان امنیې قوماندان هم وايي چې دا داعشیان د طالبانو له وېرې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي، خو په کې بهرني جنګیالي نشته.

تسلیم شوي داعشیان
تسلیم شوي داعشیان

فقیر محمد جوزجاني وویل چې تر دې پخوا د داعشیانو په لیکو کې بهرنیان هم د حکومت پرضد جنګېدل او معلومات داسې ښايي چې دا ځواکونه له طالبانو سره په جګړه کې یا وژل شوي او یا هم هغوی ته تسلیم شوي دي.

جوزجاني زیاته کړه:

"تحقیقات ښايي چې د داعشیانو په ډله کې بهرني جنګیالي هم شامل وو، که دوی د طالبانو لیکو ته نه ‎‎وي ورغلي نو چېرې دي؟ په غرونو کې متواري شوي یا وژل شوي دي. دا کسان که نه‎وي وژل شوي شاید له طالبانو سره یو ځای شوي وي."

مفتي نعمت الله د تسلیم شویو داعشیانو هغه مشر دی چې کابو دوه کاله مخکې د طالبانو له لیکو جلا او له خپلو ۲۰۰ وسله‎والو سره دولت سره یوځای شو، خو نوموړی د لږې مودې په تېرېدو سره د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د داعش بیرغ پورته او د افغان دولت پرضد یې خپل فعالیت له سره ونیو.

په شمال زون کې مدني فعالان د دولت سره د داعشیانو د یادې ډلې یوځای کېدل د اندېښنې وړ بولي او وايي چې د شمال زون امنیت ته جدي ګواښ بلل کېږي او دا کسان ژر باید محاکمه شي.

په بلخ کې د مدني ټولنې د اتحادیې مشر حمید صفوت په‎دې نظر دی:

"دا چې فکري او ایډیولوژیک تعهد نشته، څرنګه چې پخوا د داعش او طالب وسله‎والو سره دا تعهد و، له دې امله کله چې دا ډلې خپله بقا په خطر کې ویني یا له دولت سره یوځای کېږي او یا هم بلې سیمې ته تېښته کوي.په جوزجان کې هم دا مسئله رامنځته شوې داعش ډلې د طالبانو له وېرې دولت ته پناه راوړې او د موقع په برابرېدو سره بې له شکه یا زندان څخه او یا هم د دولت له لمنې بېرته تېښته کوي او خپل ورانکاري فعالیتونه پیلوي."

دا په‎داسې حال کې ده چې د جوزجان امنیې قوماندان هم پر تسلیم شویو داعشیانو بې باوره دی او وېره لري چې د داعش دا جنګیالي د فرصت په مساعدېدو سره بېرته پر ورانکارو فعالیتونو پيل ونه‎کړي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب‎زی، جوزجان

XS
SM
MD
LG