د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۴۷

ناټو: دا له وخته مخکې ده چې وویل شي داعش په شمال کې له منځه تللې


ناټو وايي، دا به له وخت نه مخکې وي چې وویل شي د افغانستان په شمال کې داعش ډله له منځه تللې ده.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت دا بیان وروسته تر هغې ورکړ چې افغان چارواکو وویل، په جوزجان ولایت کې لسګونه داعش وسله وال امنیتي ځواکونو تسلیم شوي او نور داعش د افغانستان په شمال کې لوی ګواښ نه دی.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د داعش وروستۍ ډله چې څه د پاسه ۱۵۰ وسله وال وو، افغان ځواکونو ته تسلیم شول.

جنرال محمد رادمنش
جنرال محمد رادمنش

ښاغلي رادمنش زیاته کړه:

"په درزاب ولسوالۍ کې د داعش وروستۍ ډله چې ۱۵۲ کسان دي، له خپلو وسلو، وسایطو او قوماندان سره چې مولوي حبیب الرحمن نومېږي، افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي."

ښاغلي رادمنش وویل، د جوزجان په درزاب کې د داعش ډلې د ځپلو لپاره له څه مودې راهیسې افغان ځانګړو ځواکونو او هوايي قواو خپل تهاجمي عملیات زیات کړي وو.

نوموړي وویل، افغان ځواکونه اوس په ننګرهار، کونړ او نورستان کې د داعشیانو په ځپلو تمرکز کوي.

په همدې حال کې طالبانو ادعا کړې ده چې په جوزجان ولایت کې يې د داعش لسګونه وسله وال وژلي دي او دا ولایت يې له داعشیانو پاک کړی دی.

طالبانو ادعا کړې ده چې په جوزجان ولایت کې يې د داعش لسګونه وسله وال وژلي دي

که څه هم افغان مقاماتو په جوزجان ولایت کې د داعش پرضد د طالبانو د بریدونو په اړه تبصره نه ده کړې، خو په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان تېره اوونۍ ویلي و چې دوی د داعش پرضد د طالبانو له جګړې خبر دي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نیکلسن
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نیکلسن

​جنرال جان نیکلسن ویلي، د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د داعش پرضد د طالبانو عملیات تشویقوي، ځکه داعش باید له منځه یوړل شي.

افغان چارواکي په داسې وخت کې د افغانستان په شمالي ولایت جوزجان کې د داعش د ځپلو خبره کوي چې دې ډلې د هغو خونړیو چاودونو او ډله ییزو بریدونو مسولیت منلی دی چې په دې وروستیو کې په ننګرهار او په ځانګړي ډول د دې ولایت په مرکز جلال اباد کې شوي دي.

XS
SM
MD
LG